د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې د استرالیا څخه د لوبې ګټل په غونډو او خوشحالیو نمانځل شوي


 د افغانستان او استرالیا د کرکټ د ملي ټیمونو ترمنځ د لوبې پاې ته رسیدلو سره همماله په سلګونو کسان د خوست ښار واټونو ته راووتل او دا بری یې ونمانځه.
د افغانستان او استرالیا د کرکټ د ملي ټیمونو ترمنځ د لوبې پاې ته رسیدلو سره همماله په سلګونو کسان د خوست ښار واټونو ته راووتل او دا بری یې ونمانځه.

افغانستان د روان ۲۰۲۴ کال په شل اوریز نړیوال جام کې استرالیا ته تاریخي ماتې ورکړه او افغانانو دا بری په غونډو او جشنونو نمانځلی دی.

د افغانستان او استرالیا د کرکټ د ملي ټیمونو ترمنځ د لوبې پاې ته رسیدلو سره هممهاله په سلګونو کسان د خوست ښار واټونو ته راووتل او دا بری یې ونمانځه.

دغو کسانو د استرالیا د کرکټ د لوبډلې پر وړاندې د افغانستان د کرکټ د لوبډلې په بري خوښې څرګنده کړه او افغانانو ته یې ددغه تاریخي بري مبارکي ورکړه.

د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد کې هم د یکشنبې د ورځې په سهار د کرکټ د لوبې په سلکونو مینه والو د افغانستان دا بری ونمانځه.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د شنبې په ورځ جون ۲۲ ( چنګاښ دریمه) د ۲۰۲۴ نړیوال شل اوریز جام په سیالیو کې د اسټرالیا لوبډلې ته د ۲۱ منډو په توپیر ماتې ورکړله. دا د سوپر-۸ پړاو سیالیو کې د افغانستان دویمه لوبه وه.

افغانستان په شلو اورونو کې د اسټرالیا لوبډلې ته د ګټلو لپاره د ۱۴۹ منډو هدف ورکړی و چې پوره نشو او ټول لوبغاړي یې په ۱۹.۲ اورونو کې وسوځیدل.

د خوستاو ننګرهار ولایتونو سربیره په ځینو نورو ښارونو کې هم افغانانو په ډله ییز ډول د کرکټ د لوبې ننداره کړې او د افغانستان د کرکټ د ټیم بری یې په ګډه سره نمانځلی دی.

د افغانستان یو شمیر سیاسي مشرانو په ګډون زیات شمیر افغانانو او ددغه هیواد د کرکټ د لوبې بهرنیو مینه والو د ټولنیزو رسنیو له لارې د ۲۰۲۴ نړیوال شل اوریز جام په سیالیو کې د اسټرالیا د کرکټ ملي لوبډلې پر وړاندې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په بري خوښې څرګنده کړې او افغانانو ته یې ددغه تاریخي بري مبارکي ورکړې ده.

د افغانستان پخواني جمهور رئیسانو محمد اشرف غني، حامد کرزي او د افغانستان د پخلاینې د عالي شورا پخواني رئیس عبدالله عبدالله په جلا جلا پیغامونو کې د استرالیا د کرکټ د ټیم پر وړاندې د افغانستان د کرکټ د ټیم د بریالیتوب له امله دغه ټیم او افغانانو ته مبارکي ورکړې ده او په راتلوونکو لوبو کې دغه ټیم ته د بریا هیله ښودلې ده.

همداشان یو شمیر نورو افغان سیاسي او ټولنیزو شخصیتونو او فعالانو هم د اسټرالیا د کرکټ ملي لوبډلې پر وړاندې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې بری د یو تاریخي بري په توګه یاد کړی او افغانانو ته یې مبارکي ورکړې ده.

د افغانانو سربیره د کرکټ د یو شمیر هندي او پاکستاني لوبغاړو اود کرکټ د لوبې مینوالو په ګډون د کرکټ د لوبې په سلګونو بهرنیو مینه والو هم د ټولنیزو شبکو له لارې د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم په اړه تبصرې کړي او د ۲۰۲۴ نړیوال شل اوریز جام په سیالیو کې د استرالیا پر وړاندې یې ددغه ټیم بریالیتوب ستایلی دی.

افغانستان په سوپر – ۸ پړاو کې خپله درېیمه او ورستۍ لوبه د دوشنبې په ورځ د جون ۲۴ ( چنګاښ څلورم) د بنګله دیش د کرکټ د ملي ټیم سره کوي. بنګله دیش تراوسه خپلې دواړه لوبې بایللي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG