د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د لومړي ځل لپاره په کرکټ کې اسټرالیا ته ماتې ورکړه


د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې شنبه جون ۲۲ ( چنګاښ دریمه) د ۲۰۲۴ نړیوال شل اوریز جام په سیالیو کې د اسټرالیا لوبډلې ته د ۲۱ منډو په توپیر ماتې ورکړله.

دا د سوپر-۸ پړاو سیالیو کې د افغانستان دویمه لوبه وه.

افغانستان په شلو اورونو کې د اسټرالیا لوبډلې ته د ګټلو لپاره د ۱۴۹ منډو هدف ورکړی و چې پوره نشو او ټول لوبغاړي یې په ۱۹.۲ اورونو کې وسوځیدل.

د اسټرالیا لوبډلې د پچې ګټلو وروسته د توپ وهنې لومړی نوبت افغانستان ته ورکړ. رحمان الله ګربز او ابراهیم ځدراڼ د افغانستان لپاره ښه پیل وکړ او په ګډه یې تر ۱۰۰ ډیرې منډې وکړلې. ګربز په ۴۹ توپونو ۶۰ او ځدراڼ په ۴۸ توپونو ۵۱ منډې وکړلې.

د ګربز او ځدراڼ همدې ملګرتیا په توپ وهنې کې د افغانستان ملا ور وتړله.

په توپ اچونې کې بیا د افغانستان تیز توپ اچوونکي نوین الحق په لومړي اور کې د اسټرالیا د سر لوبغاړی ټرویس هیډ پرته لدې چې کومه منډه وکړي وسوځاوه او په دریم اور کې یې بیا د اسټرالیا د لوبډلې کپتان میچل مارش هم وسوځاوه چې په همدې سره د لوبو کول هم ورو شول.

سره لدې چې اسټرالیایي لوبغاړي ګلین مکسیول چې په تیر نړیوال جام کې یې تقریباً په یوازې ځان د افغانستان څخه لوبه ګټلې وه، دا ځل د عینې کار نیت درلود خو د لوبې په ۱۵م اور کې د ګلبدین په توپ وسوځیده. هغه په ۴۱ توپونو ۵۹ منډې وکړلې.

ګلبدین نایب په څلورو اورونو کې د اسټرالیا څلور لوبغاړي وسوځول او د لوبې غوره لوبغاړی شو.
ګلبدین نایب په څلورو اورونو کې د اسټرالیا څلور لوبغاړي وسوځول او د لوبې غوره لوبغاړی شو.

په توپ اچونې کې د افغانستان لپاره تر ټولو غوره لوبه ګلبدین نایب وکړله. هغه په ۴ اورونو کې ۲۰ منډې ورکړلې او د اسټرالیا څلور لوبغاړي یې وسوځول.

د لوبې غوره لوبغاړی هم ګلبدین نایب شو.

افغانستان په سوپر – ۸ مرحلې کې خپله درییمه او ورستۍ لوبه دوشنبه جون ۲۴ مه د بنګله دیش سره کوي. بنګله دیش خپلې دواړه لوبې بایللي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG