د لاس رسي وړ اتصالات

آی سي سي: نړیوال جام په امریکا کې کرکټ سره د خلکو بیسارې علاقه جذب کړې


په امریکا کې د کرکټ په روان شل اوریز جام کې تر ټولو ډېر نندارچیان د هند او پاکستان ترمنځ لوبې کې و
په امریکا کې د کرکټ په روان شل اوریز جام کې تر ټولو ډېر نندارچیان د هند او پاکستان ترمنځ لوبې کې و

د کرکټ نړیوال شورا (آی سي سي) وايي چې د شل اوریز نړیوال جام سیالیو په متحدو ایالتونو کې له کرکټ سره د خلکو بیسارې علاقه جذب کړې ده.

آی سي سي نن دوشنبه جون ۲۴ (چنګاښ څلورمه) په یوې اعلامیې کې په متحدو ایالتونو کې د نړیوالو سیالیو د نندارچیانو او لیدونکو شمېرې خپرې کړې.

د شل اوریز جام ۱۶ سیالۍ په امریکا کې وشوې چې په دریو ایالتونو تکزاس، نیویارک او فلورېډا کې وې. آی سي سي په یوې اعلامیې کې ویلي په امریکا کې په لوبو کې تر ټولو ډېر نندارچیان د نیویارک د «ناساو» ولسوالۍ د کرکټ په میدان کې د لوبو لیدو ته ورغلي وو، چې شمېر یې ۳۴۰۲۸ و. دوی د پاکستان او هند ترمنځ د لوبې لیدو ته ورغلي وو.

دا میدان د همدغه نړیوال جام د سیالیو لپاره جوړ شوی و او دا د امریکا د کرکټ په تاریخ کې تر ټولو ډېر نندارچیان وو چې د یوې لوبې ته لیدو ته ورځي.

د تکساز په «ګرانډ پریري» کې بیا په څلورو لوبو کې۱۹۰۰۰ نندارچیان میدان ته ورغلي وو او د فلورېډا د «برووارډ» کرکټ میدان کې بیا د پاکستان او ایرلنډ ترمنځ لوبې کې ۴۰۰۰ نندارچیان. آی سي سي وايي په نیویارک کې په مجموع کې ۱۶۵۰۰۰ نندارچیان میدان ته د لوبو لیدو ته ورغلي وو.

له میدان وراخوا، په ټولنیزو رسنیو کې هم میلیونونه خلکو په امریکا کې دا لوبې لیدلي دي. آی سي سي وايي چې د دغې شورا په ویبسایټ او آپ کې اووه میلیون خلکو دا لوبې لیدلي چې د ۲۰۲۲ کال په پرتله د نندارچیانو «شمېر ۳۷ سلنه زیات» شوی دی.

په متحدو ایالتونو کې ځینو نړیوالو ورزشي چینلونو هم دا لوبې په ژوندۍ بڼې خپرې کړې او لا یې هم کوي، خو آی سي سي لا د هغوی شمېرې نه دي ‌خپرې کړې.

متحده ایالتونه او ویسټ انډیز د ۲۰۲۴ کال د نړیوال جام د سیالیو کوربانه دي. امریکا په لومړي ځل د دغو سیالیو کوربتوب په غاړه لرله. د امریکا د کرکټ ملي لوبډله د اتو غوره لوبډلو (سوپر۸) مرحلې ته هم لاره کړې وه، خو هلته له ماتو سره مخامخ شوه او په روان نړیوال جام کې یې سفر پای ته ورسېده. د کرکټ مبصرینو د متحدو ایالتونو لوبډله وستایله چې ښې لوبې یې وکړې.

دا په داسې حال کې چې تېر ماښام د نړیوال جام بل کوربه ویسټ انډیز هم له نړیوال جام څخه ووت او نیمه پایلوبې ته یې لاره ونه شوه کړای.

د ۲۰۲۴ کال په شل اوریز نړیوال جام کې د افغانستان په ګډون ۲۰ لوبډلې ولوبېدې او پایلوبه یې د جون په ۲۹ نېټه ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG