د لاس رسي وړ اتصالات

ګربز: له بنګله دېش سره لوبې کې نژدې وه په ما د زړه حمله راشي


رحمان الله ګربز له بنګله دېش سره لوبو کې په پښې ژوبل شو
رحمان الله ګربز له بنګله دېش سره لوبو کې په پښې ژوبل شو

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړی رحمان الله ګربز وايي چې افغانستان په نړیوال جام کې یو بریالی سفر درلوده او د بنګله دېش او استرالیا له ماتو یې ډېر خوند اخیستی دی.

ګربز په نیمه پایلوبې کې له جنوبي افریقا سره د افغانستان د لوبې له بایللو وروسته امریکا غږ ته په یوې ځانګړې مرکې کې وویل چې اوس باید نړۍ پوهه شوي چې افغانستان هم د سترو لوبو او د قوي لوبډلو د ماتولو وړتیا لري.

افغانستان د ۲۰۲۴ په نړیوال شل اوریز جام کې اته لوبې وکړې چې پنځه لوبې یې وګټلې او درې یې وبایللې. افغانستان د خپل کرکټ په تاریخ کې په لومړي ځل نیمه پایلوبې ته لاره وکړه.

ګربز په دغه نړیوال جام کې د زده کړو، خپل روغتیا، سختو شېبو او نورو مسائیلو په اړه پوښتل شوی دی.

مرکه یې دلته کتلای شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG