د لاس رسي وړ اتصالات

د کرکټ نړیوال جام څخه د افغانستان له وتلو سره افغانان پر خپلې لوبډلې ویاړي


د افغانستان او جنوبي افریقا د لوبې د کتلو لپاره په کابل کې راغونډ شوي نندارچیان
د افغانستان او جنوبي افریقا د لوبې د کتلو لپاره په کابل کې راغونډ شوي نندارچیان

افغانان د پنجشنبې په ورځ جون ۲۷ (چنګاښ اوومه) د کرکټ ۲۰ اوریز نړیوال جام د ګټلو د خوبونو په پای ته رسیدو خواشیني وو خو ویې ویل چې په لومړي ځل نیمه پایلوبې ته د ملي ټیم رسیدو دوی راتلونکي ته هیله من کړي دي.

د کابل د کرکټ په لوبغالي کې په دوو لویو سکرینونو باندې وسله والو طالبانو او په سلګونو عامو افغانانو، په ټرینیډاډ کې د لوبې ننداره کوله چې جنوبي افریقا افغانستان ته د نهو ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.

سیمي فاینل ته د رسیدو لپاره د استرالیا د ځواکمن ټیم په وړاندې د خنډ ګرځېدو وروسته، افغانانو تمه درلوده چې لوبډله به یې جنوبي افریقا ته هم ماتې ورکړي.

که څه هم د لومړي بیټینګ کولو وروسته د افغانستان ټول لوبغاړي په یوازي ۵۶ منډو وسوځیدل، مینه والو یې خوښي وکړه او د لوبډلې ملاتړ یې څرګند کړ.

خواشیني افغانان، چې سیمي فاینل ته د خپلې لوبډلې رسیدل یې په خوښیو نمانځلی وو، په داسې حال کې د کابل له لوبغالي ووتل چې جنوبي افریقا دغه لوبه په اسانۍ سره وګټله.

پر لویو سکرینونو باندې د لوبې د کتلو دا غونډه د افغانستان د کرکټ بورډ لخوا تنظیم شوې وه.
پر لویو سکرینونو باندې د لوبې د کتلو دا غونډه د افغانستان د کرکټ بورډ لخوا تنظیم شوې وه.

یو نندارچي طلا محمد خروټي فرانس پرس ته وويل: "موږ لا هم د خپلو اتلانو ستاينه کوو." طلا محمد په دې باور دی چې افغان لوبډله دوه ورځې وړاندې له بنګله دېش سره په یوه سخته لوبه کې د سیالۍ د ګټلو تر تاثیر لاندې وه.

دغه ۴۵ کلن مینه وال وویل: "هغوی افغانانو ته ویاړ ور په برخه کړ او زموږ بیرغ یې اوچت کړ، او موږ په دې ډېر خوښ یوو."

په نړیوال جام کې د افغانستان د ټیم حیرانوونکو بریاوو په دغه هیواد کې چې د څلورو لسیزو جګړو ځپلی او له اقتصادي، بشري او سیاسي بحرانونو سره مخامخ دی، د پراخو جشنونو کم ساري شیبې وړاندې کړې.

یو بل ۲۵ کلن مینه وال عزیز رحمان رحماني وویل: "موږ به تل د خپل ټیم ملاتړ کوو، کله چې دوی کور ته راشي موږ به یې په هوایی ډګر کې ښه راغلاست وایو."

د طالبانو مسئولینو په کابل کې د کرکټ لوبې کتلو ته د ورغلیو نندارچیانو کلک امنیت نیولی و.
د طالبانو مسئولینو په کابل کې د کرکټ لوبې کتلو ته د ورغلیو نندارچیانو کلک امنیت نیولی و.

د کابل یو اوسیدونکي چې د صرافۍ کاروبار کوي، فرانس پرس ته وویل: "د افغانستان د کرکټ ټیم یوازی د کرکټ ټیم ندی... دا زموږ لپاره یوازې د بیټ او بال لوبه نه ده، دا د خوښۍ سرچینه ده او د افغانانو د یووالي یوه وسیله ده."

په داسې یو هېواد کې چې په ۲۰۲۱ کې د طالبانو بیا واکمن کېدو اغېزمن کړی، پر لویو سکرینونو باندې د لوبې د کتلو دا غونډه د افغانستان د کرکټ بورډ لخوا تنظیم شوې وه چې نندارې ته یې د طالبانو ګڼ شمېر غړي هم ورغلي وو.

نندارچیانو د طالبانو د واکمنۍ سپین بیرغونه رپول او د خپل هغه ټیم په بریاوو یې خوښۍ وکړې چې لا هم په رسمي ډول د تېر حکومت درې رنګه بیرغ کاروي، چې طالبانو ورباندې بندیز لګولی دی.

'زړه ماتوونکې'

د لوبې د وقفې په جریان کې، په لوډسپیکرونو کې ترانې وغږول شوې چې پکې د یووالي او د هیواد د بیارغونې غوښتنه کیدله.

د طالبانو غړو د دې غونډې کلک امنیت نیولی و چې یوازې نارینه وو پکې ګډون درلود ځکه چې ښځې له ورزش او لوبغالو ته له ورتګ څخه منع شوي دي.

شکیلا دانش چې لوبه یې په خپل کور کې پر تلویزیون کتلې، د افغانستان په ماتې خواشینې ده. هغې د پکتیا ولایت څخه د تلیفون له لارې فرانس پرس ته وویل: "لوبه هغسې نه وه لکه څنګه چې موږ تمه درلوده... دا زړه ماتوونکې ده."

د پوهنتون استاد جاوید مومند لپاره په نړیوال جام کې د افغانستان د لوبډلې کارکردګي د ستایلو او نمانځلو وړ ده. هغه ویاړي چې لوبډلې یې "د افغانستان نوم اوچت کړ."

مومند زیاته کړه: "تاسو که هرچیرې لاړ شئ، که خلک د کرکټ په اړه خبرې کوي، دوی د افغانستان نوم اخلي."

د کابل له لوبغالي څخه د وتلو پر مهال طلا محمد په خواشینۍ سره وویل چې د ټیم د لوبې نندارې هغه راتلونکي ته هیله من کړی دی. هغه زیاته کړه: "که خدای کول، هغه وخت به راشي چې دوی به نړیوال جام افغانستان ته راوړي."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG