د لاس رسي وړ اتصالات

کرکټ نړیوال جام؛ جنوبي افریقا په نیمه پایلوبې کې افغانستان ته ماتې ورکړې


د جنوبي افریقا د کرکټ ملي لوبډلې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ته په نیمه پایلوبې کې ماتې ورکړه او په لومړي ځل یې د نړیوال شل اوریز جام پایلوبې ته یې لاره وکړه.

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې کپټان راشد خان د پچې له ګټلو وروسته د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

افغان لوبغاړو ټاکل شوي ۲۰ اورونه نه کړل او په ۱۱.۵ اورونو کې ټول لوبغاړي‌ اوټ شول. جنوبي افریقا دا هدف په نهو اورونو کې پوره.

دا په نړیوالو شل اوریزو لوبو کې د افغانستان تر ټولوې کمې منډې دې چې مقابلې لوبډلې ته یې هدف ټاکي.

په افغان لوبغاړو کې تر ټولو ډېرې منډې ۱۰ د عظمت عمرزي وې. رحمان الله ګربزي، محمد نبي او نور احمد په صفر-صفر وسوځېدل.

جنوبي افریقا دا هدف د .... پوره او د روان شل اوریز نړیوال جام پایلوبې ته ووتله.

دویمه پایلوبه سبا د هند او انګلند ترمنځ ده او هر چا چې وګټله د شنبې په ورځ به له جنوبي افریقا سره مخامخېږي.

دا لومړی ځل دی چې جنوبي افریقا د کوم نړیوال جام پایلوبې ته لاره کوي او لومړی ځل و چې افغانستان نیمه پایلوبې ته وتلی و.

په روان شل اوریز جام کې ۲۰ لوبډلو برخه اخیستې وه چې په متحدو ایالتونو او ویسټ انډیز کې یې لوبې وشوې.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG