د لاس رسي وړ اتصالات

ټراټ: نیمه پای لوبې کې په 'مونږ هیڅ فشار نشته'


د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم مشر روزونکی جانتن ټراټ
د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم مشر روزونکی جانتن ټراټ

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله چارشنبه جون ۲۶ (چنګاښ ۶) د کرکټ ۲۰۲۴ نړیوال شل اوریز جام سیالیو په نیمه پای لوبې کې د جنوبي افریقا سره مخامخ کیږي. دا لومړی ځل دی چې د افغانستان ملي ټیم د کرکټ یو نړیوال جام نیمه پای لوبې ته اوځي.

د ملي ټیم مشر روزونکی جانتن ټراټ چې پخپله په جنوبي افریقا کې زیږیدلی او لوی شوی وایي چې په نیمه پای لوبې کې په افغانستان هیڅ ډول فشار نشته خو د جنوبي افریقا لوبډله به ځکه د فشار لاندې وي چې تر دې وړاندې د لوبې په عین پړاوونو کې یې ماتې خوړلې او نه غواړي چې بیا یې تکرار کړي.

د جنوبي افریقا لوبډلې پخپل تاریخ کې هیڅ نړیوال جان ندی ګټلی او یوازې د ۱۹۹۸ اتلانو جام یې ګټلی. پدې لوبډلې تور دی چې د سیالیو په مهم پړاو کې ماتې خوري.

د بیلګې په توګه د ۱۹۹۹ نړیوال جام په نیمه پای لوبې کې د جنوبي افریقا او اسټرالیا تر منځ نیمه پای لوبه کې د جنوبي افریقا لوبغاړی الن ډونلډ د یوې سترې سهوې په ترڅ کې په منډه وسوځید او لوبه په مساوي توګه پای ته ورسیده. اسټرالیا د منډو اوسط له مخې تر جنوبي افریقا وړاندې وه او په وروستۍ لوبې کې د پاکستان سره مخ شوه چې اتلولي یې هم وګټله.

او د ۲۰۰۳ کال په نړیوال جام کې چې کوربه یې جنوبي افریقا پخپله وه، د سري لانکا سره یوې لوبې کې چې باران پکې شوی و، دې لوبډلې په محاسبې کې اشتبا کړې وه او د یوې منډې په توپیر د شپږو غوره لوبډلو له پړاوه پاتې شوه.

ښاغلی ټراټ د نړیوال جام په مهمو پړاوونو کې د جنوبي افریقا همدې سهوو ته په کتو سره وایي چې افغانستان نه بلکې جنوبي افریقا به تر فشار لاندې وي.

هغه زیاته کړه، "دا (نیمه پای لوبه) زمونږ لپاره تازه چلنج دی. زه فکر کوم همدا مونږ په نیمه پای لوبې کې خطرناکوي. مونږ داسې اړخ یو چې د بایللو لپاره هیڅ نلرو او ښکاره خبرده چې په مقابل لوري به فشار ډیر وي".

د افغانستان – جنوبي افریقا تر منځ نیمه پای لوبه په هماغه لوبغالي کې کیږي چې افغانستان د نړیوال جام ګروپي سیالیو کې پاپوا نیو ګیني ته پکې ماتې ورکړې وه.

دا دواړه لوبډلې دوه وارې د شل اوریز نړیوال جام په سیالیو کې مخ شوي او دواړه لوبې جنوبي افریقا ګټلي دي.

د افغانستان د شل اوریزو لوبو کپتان راشد خان هم وایي چې نیمه پای لوبې ته تګ به په افغانستان کې د ډیرو ځوانانو لپاره ستر "الهام بښونکی" وي .راشد خان وایي چې لوبډله پکې وړتیا شته خو پدې شرط که هر څه ته په ساده نظر وګوري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG