د لاس رسي وړ اتصالات

کرکټ ۲۰ اوریز نړیوال جام: هند په سوپر۸ پړاو کې استرالیا ته ماتې ورکړه


هند د کرکټ ۲۰اوریز نړیوال جام په سوپر۸ پړاو کې استرالیا ته ماتې ورکړه.
هند د کرکټ ۲۰اوریز نړیوال جام په سوپر۸ پړاو کې استرالیا ته ماتې ورکړه.

هند د کرکټ ۲۰ اوریز نړیوال جام د اتو غوره ټیمونو (سوپر۸) پړاو کې استرالیا ته د ۲۴ منډو په توپیر ماتې ورکړه او د جام نیمه پای لوبو ته ووت.

د ویسټ انډیز په سینټ لوشیا کې د دوشنبې جون ۲۴ (چنګاښ څلورمې) په لوبه کې د هند ټیم د پچې له بایللو وروسته، لومړۍ توپ وهلو ته وبلل شو او په ټاکلو ۲۰ اورونو کې یې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو مخالف لوري ته د ۲۰۶ منډو هدف وټاکه.

په ځواب کې استرالیا د اوو لوبغاړو په سوځېدو یوازې ۱۸۱ منډې وکړې او لوبه یې وبایلله.

په دغه لوبه کې د هند کپتان روهیت شرما تر نورو زیاتې ۹۲ منډې وکړې او د لوبې ترټولو غوره لوبغاړی ونومول شو.

د هند لپاره سوریا کومار یادف د ۳۱ منډو، شیوام ډوبې د ۲۸ منډو او هارډیک پانډیا له ۲۷ منډو کولو وروسته وسوځېدل.

د استرالیا د بیټینګ په برخه کې ټراویس هیډ تر نورو زیاتې ۷۶ منډې وکړې.

له ننني بري سره هند د جام نیمه پایلوبو ته ورسېد. د هند او استرالیا ترڅنګ افغانستان او بنګله دیش په لومړي ګروپ کې دي. له دې ګروپ څخه یو بل ټیم نیمه پایلوبو ته لار مومي.

استرالیا او افغانستان دواړه دوه - دوه پواینټونه لري او د دغو دوو ټیمونو ترمنځ نیمه پایلوبې ته تلونکی ټیم د افغانستان او بنګله دیش د لوبې په نتیجه کې معلومیږي چې ټاکل شوې نن شپه ترسره شي.

بنګله دیش خپلې دوه مخکینۍ لوبې بایللي او د وړاندې تګ چانس نلري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG