د لاس رسي وړ اتصالات

د کرکټ نړیوال جام کې افغانستان خپله څلورمه لوبه وبایلله


د ۲۰۲۴ کال نړیوال شل اوریز جام په سیالیو کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې دوشنبه جون ۱۷ ( غبرګولي ۲۸) خپله څلورمه لوبه ویسټ انډیز ته د ۱۰۴ منډو په توپیر وبایلله.

د ویسټ انډیز لوبډلې په دې سیالۍ کې افغانستان ته د لوبې ګټلو لپاره د ۲۱۹ منډو هدف ورکړی و چې پوره یې نه کړ او د افغانستان ټول لوبغاړي په ۱۶.۲ اورونو کې د ۱۱۴ منډو کولو وروسته وسوځیدل.

پچه د افغانستان د لوبډلې کپتان، راشد خان وګټله خو د توپ وهنې لومړی نوبت یې ویسټ انډیز ته ورکړ.

د ویسټ انډیز لوبډلې لپاره تر ټولو ډیرې منډې، نیکولاس پوران وکړلې. هغه په ۵۳ بالونو ۹۸ منډې وکړلې او لوبې غوره لوبغاړی هم شو.

دا په ګروپي سیالیو کې د افغانستان لومړۍ ماتې وه. افغانستان په خپل ګروپ کې څلور لوبې وکړلې؛ د یوګانډا، پاپوا نیوګیني او نیوزلینډ څخه یې لوبې وګټلې خو په ویسټ انډیز یې د دوشنبې ورځې سیالي وبایلله.

د لوبې په پای کې د افغانستان د لوبډلې کپتان راشد خان وویل چې د دې لوبې بایلل به یې د لوبډلې په مورال ناوړه اغیز ونه کړي ځکه چې وار د مخه یې د اتو غوره لوبډلو مرحلې ته لار موندلې ده.

افغانستان د سوپر-۸ پړاو په سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه د روانې جون میاشتې په ۲۰ مې د هند سره کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG