د لاس رسي وړ اتصالات

دافغانستان ملي ټیم په لومړي ځل د کرکټ نړیوال جام نیمه پایلوبې ته ووت


د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې دوشنبه جون ۲۴ ( چنګاښ څلورمه) د ۲۰۲۴ کرکټ نړیوال شل اوریز جام د اتو غوره لوبډلو یا سوپر-۸ پړاو په وروستۍ لوبې کې د بنګله دیش لوبډلې ته د اتو منډو په توپیر ماتې ورکړه او نیمه پای لوبې یا سیمي فاینل ته یې لار ومونده.

دا لومړی ځل دی چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د کرکټ یو نړیوال جام نیمه پای لوبې ته اوځي.

افغانستان تر پچې ګټلو وروسته د توپ وهنې پریکړه وکړله او د تیرو لوبو په څیر رحمان الله ګربز او ابراهیم ځدراڼ په لومړنیو لسو اورونو کې ورو منډې کولې.

ګربز په ۵۵ توپونو ۴۳ او ابراهیم ځدراڼ په ۲۹ توپونو ۱۸ منډې وکړلې. د لوبډلې کپتان راشد خان بیا د لوبې په وروستیو اورونو کې په ۱۰ توپونو ۱۹ منډې وکړلې چې د هدف پورته کولو کې یې مرسته وکړله.

افغانستان په ۲۰ اورونو کې د بنګله دیش لوبډلې ته یوازې د ۱۱۶ منډو هدف ورکړ چې پوره نشو او ټول لوبغاړي یې په ۱۷.۵ اورونو کې وسوځیدل.

لوبه څو ځله د باران له کبله وځنډیده او له همدې کبله د بنګله دیش لوبډلې ته د ګټلو لپاره هدف په ۱۹ اورونو کې ۱۱۴ شو.

د افغانستان لپاره په توپ اچونې کې تر ټولو غوره لوبه تیز توپ اچوونکي نوین الحق وکړله. هغه ۳.۵ اورونو کې څلور لوبغاړي وسوځول او یوازې ۲۶ منډې یې ورکړل. د لوبې غوره لوبغاړی هم نوین شو.

راشد خان هم په څلورو اورونو کې څلور لوبغاړي وسوځول. فضل الحق فاروقي او ګلبدین نایب یو – یو لوبغاړی وسوځاوه.

راشد خان د لوبې په پای کې وویل، "داسې احساس کوم لکه خوب چې ریښتیا شي". هغه زیاته کړه چې نیمه پای لوبې ته د وتلو باور یې وروسته تر هغه لا دیر شو چې په ګروپي لوبو کې یې د نیوزلینډ لوبډلې ته ماتې ورکړله.

د لوبې غوره لوبغاړی نوین الحق شو
د لوبې غوره لوبغاړی نوین الحق شو

که بنګله دیش د افغانستان دا هدف په ۱۲.۱ اور کې پوره کړی وی، نیمه پای لوبې ته وتل خو همدا چې پخپل هدف کې ناکام شول، د سر درې لوبغاړي یې ژر وسوځیدل، تر ۱۲م اور وروسته د منډو کولو هم ورو شول.

د بنګله دیش لپاره تر ۱۲م اور وروسته د لوبې ګټلو نیمه پای لوبې ته په تګ کې مرسته نکوله خو د اسټرالیا لوبډله یې نیمه پای لوبې ته رسوله.

افغانستان، جنوبي افریقا، هند او انګلنډ نیمه پای لوبې ته وتلي.

ټاکل شوې چې لومړۍ نیمه پای لوبه به د افغانستان- جنوبي افریقا تر منځ چارشنبه جون ۲۶ مه او دویمه به یې د هند – انګلنډ تر منځ پنجشنبې جون ۲۷ مه وشي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG