د لاس رسي وړ اتصالات

کرکټ نړیوال جام؛ افغانان نیمه پایلوبې ته د افغانستان وتل په خوشحالیو نمانځي


د سه شنبې په سهار په سلګونو کسانو د جلال اباد ښار کې په یو لوی سکرین باندې د افغانستان او بنګله دیش د کرکټ د ټیمونو ترمنخ د لوبې ننداره وکړه.
د سه شنبې په سهار په سلګونو کسانو د جلال اباد ښار کې په یو لوی سکرین باندې د افغانستان او بنګله دیش د کرکټ د ټیمونو ترمنخ د لوبې ننداره وکړه.

د افغانستان په ځینو ښارونو کې په شل اوریز نړیوال جام کې د افغانستان د کرکټ ملي ټیم نیمه پایلوبې ته رسیدل د خلکو له خوا د لویو غونډو په ترڅ کې نمانځل شوي دي.

د ننګرهار ولایت په مرکز د جلال اباد کې د سه شنبې په ورځ سهار جون ۲۵ (چنګاښ پنځم) په سلکونو ښاریانو چې ددغه ښار د مخابراتو په چوک کې یې د تلویزیون پر یو لوی سکرین باندې د افغانستان او بنګله دیش ترمنځ د کرکټ د لوبې ننداره کوله، د افغانستان ملي ټیم بریا وروسته دا بریا ژوندی دې وي افغانستان په شعارونو ونمانځله.

د افغانستان د کرکټ بورد د راپور له مخې د جلال اباد سربیره د خوست ښار او د پکتیا ولایت مرکز د ګردیز په ښار کې هم په سلګونو کسانو دا لوبه په ډله ییز ډول وڅارله او د افغانستان په بریالیتوب کې خوښي څرګنده کړه.

تر دې مخکې د استرالیا لوبډلې ته د ماتې ورکولو له کبله هم په کابل، ننګرهار، خوست،‌ هلمند او ځینو نورو سیمو کې د خوشحالۍ غونډې شوې وې.

په افغانستان سربېره، په ځینو بهرنیو هېوادونو کې هم افغانانو د خپل کرکټ د لوبډلې بریاوې په غونډو او اتڼونو نمانځلې دي.

نیمه پایلوبې ته وتل

افغانستان د کرکټ ۲۰ اوریز نړیوال جام د اتو غوره ټیمونو (سوپر۸) پړاو کې بنګله دیش ته د ۸ منډو په توپیر ماتې ورکړه او د جام نیمه پای لوبو ته یې لاره وموندله.

دا لومړی ځل دی چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د کرکټ یو نړیوال جام نیمه پای لوبې ته اوځي.

د افغانستان ټیم تر پچې ګټلو وروسته د توپ وهنې پریکړه وکړله او د تیرو لوبو په څیر رحمان الله ګربز او ابراهیم ځدراڼ په لومړنیو لسو اورونو کې ورو منډې وکړې.

ګربز په ۵۵ توپونو ۴۳ او ابراهیم ځدراڼ په ۲۹ توپونو ۱۸ منډې وکړلې. د لوبډلې کپتان راشد خان بیا د لوبې په وروستیو اورونو کې په ۱۰ توپونو ۱۹ منډې وکړلې چې د هدف پورته کولو کې یې مرسته وکړله.

افغانستان په ۲۰ اورونو کې د بنګله دیش لوبډلې ته یوازې د ۱۱۶ منډو هدف ورکړ چې پوره نشو او ټول لوبغاړي یې په ۱۷.۵ اورونو کې وسوځیدل.

لوبه څو ځله د باران له کبله وځنډیده او له همدې کبله د بنګله دیش لوبډلې ته د ګټلو لپاره هدف په ۱۹ اورونو کې ۱۱۴ شو.

د افغانستان لپاره په توپ اچونې کې تر ټولو غوره لوبه تیز توپ اچوونکي نوین الحق وکړله. هغه ۳.۵ اورونو کې څلور لوبغاړي وسوځول او یوازې ۲۶ منډې یې ورکړل. د لوبې غوره لوبغاړی هم نوین شو.

راشد خان هم په څلورو اورونو کې څلور لوبغاړي وسوځول. فضل الحق فاروقي او ګلبدین نایب یو – یو لوبغاړی وسوځاوه.

راشد خان د لوبې په پای کې وویل، "داسې احساس کوم لکه خوب چې ریښتیا شي". هغه زیاته کړه چې نیمه پای لوبې ته د وتلو باور یې وروسته تر هغه لا دیر شو چې په ګروپي لوبو کې یې د نیوزلینډ لوبډلې ته ماتې ورکړله.

د بنګله دیش د ټیم لوبغاړي رشاد حسین په دې لوبه کې د افغانستان د ټیم درې لوبغاړي وسوځول.

په شل اوریز نړیوال جام کې د افغانستان د کرکټ ملي ټیم نیمه پایلوبې ته د رسیدلو له امله یو شمیر افغان سیاسي مشرانو هم د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم په دې برې خوشالي څرګنده کړې ده.

د افغانستان پخوانیو جمهور رئیسانومحمد اشرف غني او حامد کرزي د ایکس په ټولنیزه شبکه کې د کرکټ نړیوال جام نیمه پای لوبې ته ددغه ټیم د وتلو له امله مبارکي ورکړې ده.

ښاغلي کرزي په نورو لوبو کې د افغانستان د کرکټ ملي ټیم ته لا د بریالیتوب هیله کړې ده.

د افغانستان د پخواني جمهوري ریاست مرستیال امرالله صالح هم د ایکس په پاڼه افغانانو او د کرکټ ټیم ته ددې بري مبارکي ورکړې ده.

همداشان په اسلام اباد کې د طالبانو د لومړنۍ دورې واکمنۍ پر مهال د افغانستان سفیر ملا عبدالسلام ضعیف هم افغانانو ته د دې د بري مبارکي ورکړې ده.

د افغانستان د کرکټ د فدراسیون رئیس میرویس اشرف د ایکس په پاڼه لیکلي چې افغانستان د کرکټ ملي ټیم په دې بري سره تاریخ جوړ کړ.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG