د لاس رسي وړ اتصالات

له نړیوال جام څخه د استرالیا له وتلو وروسته وارنر له نړیوال کرکټ سره مخه ښه کوي


استرالیايي لوبغاړی ډېوېډ وارنر
استرالیايي لوبغاړی ډېوېډ وارنر

د کرکټ ۲۰ اوریز نړیوال جام څخه د استرالیا د ټیم له وتلو وروسته، ددغه ټیم مخکښ توپ وهونکی ډېوېډ وارنر له نړیوال کرکټ سره مخه ښه کوي.

بنګله دېش ته په یوه سخته سیالۍ کې د اتو منډو په توپیر له ماتې ورکولو وروسته افغانستان د نړیوال جام نیمه پایلوبو ته ووت او استرالیا له وړاندې تګ څخه پاتې شو. د اتو غوره ټیمونو په پړاو کې استرالیا له افغانستان او هند دواړو څخه ماتې وخوړه.

۳۷ کلن وارنر له وړاندې اعلان کړی و چې دا به یې د نړیوال کرکټ وروستی جام وي، خو ښايي فکر یې نه کاوه چې له نړیوال کرکټ سره د هغه مخه ښه به په داسې حال کې کیږي چې د استرالیا ټیم سختې ماتې تجربه کوي.

د ۲۰۰۹ په جنوري کې د استرالیا په ملي ټیم کې د ځای موندلو راهیسې وارنر د کرکټ په ټولو بڼو کې ددغه ټیم د پرانیستونکي توپ وهونکي رول لرلی دی.

وارنر په ۱۱۰ نړیوالو ۲۰ اوریزو لوبو کې د استرالیا په کچه تر نورو زیاتې ۳۲۷۷ منډې کړي دي. هغه په ۱۱۲ ټیسټ لوبو کې له ۴۴.۶ اوسط سره ټولې ۶۷۸۶ منډې کړي او په ۱۶۱ پنځوس اوریزو لوبو کې یې ۶۹۳۲ منډې کړي دي.

وارنر د ډګر ساتنې (فیلډنګ) په برخه کې د استرالیا د مخکښو لوبغاړو په کتار کې ګڼل کیږي. د استرالیا د ټیم روزونکی انډریو مکډونلډ هغه د کرکټ په درې واړو بڼو کې خپل "ترټولو غوره" لوبغاړی بولي.

مکډونلډ وویل: "نور خلک له ډیره وخته پر هغه انتقادونه کوي، خو په داخل کې، موږ د هغه په قدر پوهیدو چې څومره ګټور دی او له همدې کبله تل په ټیم کې اخیستل شوی دی."

وارنر په ۲۰۱۸ کې د لوبې پر مهال په پټه د توپ د خرابولو په تور د کپتان سټیو سمیت سره د یو کال لپاره له لوبو منع شو. پر هغه باندې دا بندیز هم ولګید چې هیڅکله نشي کولای د استرالیا د ټیم کپتاني وکړي.

وارنر وايي ددغو تورونو له کبله یې سختې ورځې لیدلي او له همدې کبله له نړیوال کرکټ څخه خپل تقاعد ته سترګې په لار دی.

وارنر وویل: "انسان تر یوه حده زغم لري. په دې ډیر خوشحاله یم چې نور به دا حالت او خبرې نه زغمم."

د استرالیا پخوانی کپتان ریکي پونټینګ وايي، وارنر سخت لوبغاړی خو له میدانه بهر یو ښه انسان دی.

پونټینګ په نړیوال جام کې خبریالانو ته وویل: "ما په دې وروستیو کې د ډیويډ څخه ډیرې ګیلې اوریدلي چې خلک د هغه او د هغه د لوبې په اړه څه ډول قضاوت کوي... زه ډاډ درکوم چې له تقاعد وروسته کله چې هغه د خپل ژوند بل ګام واخلي، تاسو به د هغه یو بل مختلف اړخ وګورئ."

وارنر پلان لري چې د نړۍ په مختلفو هېوادونو کې د ۲۰ اوریز کرکټ په تجارتي لوبو کې ګډون ته دوام ورکړي او په ځینو لوبو کې د کمنټیټر رول ولوبوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG