د لاس رسي وړ اتصالات

ډیوډ وارنر د ټیسټ لوبه پریږدي


د اسټرالیا د کرکټ یو تر ټولو نوموتي لوبغاړي، ډیوډ وارنر شنبه ډسمبر ۳۰ (مرغومي ۱۰) ویلي چې د پاکستان سره ټیسټ لوبه چې د راتلونکي کال د جنورۍ په دریمې پیلیږي، د ده وروستۍ لوبه وي.

وارنر ۳۷ کلن دی او د نړۍ یو تر ټولو غوره لوبغاړی دی.

هغه د ټیسټ لومړنۍ لوبه په ۲۰۱۱ کال کې د اسټرالیا بریزبن په ښار کې د نیوزلینډ لوبډلې په خلاف وکړله.
د خپلې لوبډلې لپاره یې ۱۱۱ د ټیسټ لوبې کړي او د ۴۴.۸ منډو په اوسط سره یې ۸۶۹۵ منډې کړي.

هغه د ټیسټ په لوبو کې ۲۶ سلیزي او ۳۶ نیمه سلیزې کړیدي.

ډیوډ وارنر همدارنګه د ټیسټ په لوبو کې ۸۹ کیچونه اخیستي او پدې سره د خپلې لوبډلې لپاره یو غوره فیلډر هم دی.

د اسټرالیا د لوبډلې روزونکي انډریو مک ډونالډ ویلي چې ډیوډ ورارنر نه یوازې په ټیسټ بلکې په یو ورځنیو او شلو شلو اورونو لوبو کې د اسټرالیا لپاره تر ټولو غوره لوبغاړی دی او د ټیسټ لوبو څخه استعفا یې "ضایع" بللې.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG