د لاس رسي وړ اتصالات

نبي، مجیب او عظمت هم د ای پي ال په بولۍ کې واخیستل شول


د متحده عربي اماراتو په دوبۍ کې د سه شنبې په ورځ دسمبر ۱۹ (لیندۍ ۲۸)، د هند د کرکټ د ۲۰۲۴ کال تجارتي لیګ (ای پي ال) دپاره په داوطلبۍ کې د افغانستان لوبغاړي محمد نبي، مجیب الرحمن او عظمت الله عمرزی واخیستل شول.

محمد نبي د ممبۍ انډین لوبډلې په ۱۵ میلیون روپیو (۱۸۰ زره ډالر) واخیست. مجیب الرحمان بیا د کلکتې نایټ رایډرز لوبډلې په ۲۰ میلیون روپیو (۲۴۰ زره ډالر) واخیست. د ګجرات ټایټنز لوبډلې بل افغان لوبغاړی عظمت الله عمرزی په پنځه میلیون هندي روپیو (۶۰ زره ډالر) اخیستی. په دې لوبډلې کې د افغانستان دوه نور لوبغاړي راشد خان او نور احمد لکڼوال هم لوبېږي.

په دې سره به د بل کال د ای پي ال په لیګ کې اووه افغان لوبغاړي راشد خان، رحمان الله ګربز، نور احمد لکڼوال، فضل حق فاروقي، محمد نبي، مجیب الرحمن او عظمت عمرزی لوبېږي.

دا به لومړی ځل وي چې د هند په دغه لیګ کې په یو سیزن کې دومره افغان لوبغاړي لوبېږي.

د ۲۰۲۴ کال د ای پي ال داوطلبۍ ته له افغانستان څخه په وړاندې شویو لوبغاړو کې محمد وقار سلیمانخیل، ابراهیم ځدراڼ، نجیب االله ځدراڼ، قیس احمد، فرید احمد، اظهار الحق نوید او الله محمد غضنفر هم شامل دي.

د سږکال د ای پي ال په داوطلبۍ کې د استرالیا دوه تیز توپ اچوونکي میچل سټارک او پاټ کمینز د ای پي ال په تاریخ کې تر ټولو قیمتي لوبغاړي شول.

میچل سټارک چې اته کاله په ای پي ایل کې نه دی لوبېدلی، د کلکتې نایټ رایډرز لوبډلې په بې ساري ډول په ۲۴۷.۵ میلیون روپیو (۲.۹۸ میلیون ډالر) واخیست.

سټارک د پاټ کمینز ریکارډ مات کړ چې د سن رایزرز حیدراباد لوبډلې په ۲۰۵ میلیون روپیو (۲.۴۷ میلیون ډالر) واخیست.

تر دې وړاندې په ای پي ایل کې د ترټولو قیمتي لوبغاړي ریکارډ د انګلنډ د الراونډر سام کرن سره وو چې تیر کال د پنجام کینګز لوبډلې په ۲.۲۳ میلیون ډالرو اخیستی و.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG