د لاس رسي وړ اتصالات

عمرزی هم ای پي ال ته واخیستل شو؛ دوه استرالیایان د دغه لیګ تر ټولو قیمتي لوبغاړي شول


میچل سټارک (چپ) او پاټ کمینز
میچل سټارک (چپ) او پاټ کمینز

د هند د ۲۰۲۴ کال د لوی تجارتي لیګ (ای پي ال) بولي یا اوکشن د سه شنبې په ورځ وشو، چې یو بل افغان لوبغاړی عظمت الله عمرزی هم په کې واخیستل شو.

د ګجرات ټایټنز لوبډلې هغه په ۵۰ لکه هندي روپیو واخیست. په دې لوبډلې کې د افغانستان دوه نور لوبغاړي راشد خان او نور احمد لکڼوال هم لوبېږي.

خو د ای پي ال په بولي کې بل غټ خبر دا و چې د استرالیا دوه تیز توپ اچوونکي میچل سټارک او پاټ کمینز د ای پي ال په تاریخ کې تر ټولو قیمتي لوبغاړي شول او یا تر ټولو په لوړ قیمت واخیستل شول.

میچل سټارک چې اته کاله په ای پي ایل کې نه دی لوبېدلی، د سه شنبې په ورځ دسمبر ۱۹ (لیندۍ ۲۸) د متحده عربي اماراتو په دوبۍ کې د لوبغاړو په داوطلبۍ کې د کلکتې نایټ رایډرز لوبډلې په بې ساري ډول په ۲۴۷.۵ میلیون روپیو (۲.۹۸ میلیون ډالر) واخیست.

سټارک د پاټ کمینز ریکارډ مات کړ چې د سن رایزرز حیدراباد لوبډلې په ۲۰۵ میلیون روپیو (۲.۴۷ میلیون ډالر) واخیست.

تر دې وړاندې په ای پي ایل کې د ترټولو قیمتي لوبغاړي ریکارډ د انګلنډ د الراونډر سام کرن سره وو چې تیر کال د پنجام کینګز لوبډلې په ۲.۲۳ میلیون ډالرو اخیستی و.

د پاټ کمینز په کپتانۍ کې استرالیا سږکال نړیوال جام وګاټه. دغه تېز توپ اچوونکي د خپلې بوختیا له امله د ۲۰۲۳ کال په ای پي ایل سیالیو کې برخه نلرله. د هغه د اخیستلو دپاره د حیدراباد او رایل چیلنجرز بنګلور ترمنځ سخته سیالي رامنځته شوه چې په پای کې یې د حیدراباد لوبډله په اخیستلو وتوانېده.

کمینز د هند په احمد اباد کې د نړیوال جام په پایلوبه کې نږدې ۱۰۰ زره نندارچیان هغه وخت خاموشه کړل چې هندی توپ وهونکی ویرات کوهلي یې وسوځاوه او دغه لوبه د استرالیا په اتلولۍ پای ته ورسېده.

د نیوزیلینډ الراونډر ډاریل مچل دا کال بل تر ټولو قیمتي لوبغاړی شو چې د چینای سوپر کینګز لوبډلې له خوا په ۱.۶ میلیون ډالرو واخیستل شو.

۳۲ کلن مچل هم په نړیوال جام کې یو له بریالیو لوبغاړو څخه و چې په ګروپي پړاو او نیمه پایلوبه کې یې د هند پر وړاندې یې دوه سلیزې ووهلې.

د ویسټ انډیز رومن پاول د راجستان رویلز لوبډلې سره په ۸۹۰ زره ډالرو او د استرالیا ټریوس هیډ په ۸۱۸ زره ډالرو د حیدراباد لوبډلې سره یوځای شوي دي.

د ای پي ایل د سه شنبې د ورځې داوطلبۍ ته له ۳۰۰ څخه ډیر لوبغاړي وړاندې شوي وو ټاکل شوې ده چې دا لوبې د مارچ په میاشت کې پیل شي.

ای پي ایل د هند لپاره د عاید خورا لویه سرچینه بلل کیږي چې هر کال ددغه هېواد اقتصاد ته شاوخوا ۱۱ میلیارد ډالر عاید ورکوي.

تېر جون، د هند د کرکټ بورډ د ای پي ایل د راتلونکو پنځو فصلونو د خپرونو حق په ۶.۲ میلیارد ډالرو پر نړیوالو رسنیو وپلوره.

ممبۍ انډینز د ای پي ایل د تاریخ ترټولو بډایه او بریالۍ لوبډله بلل کیږي چې پنځه ځله یې د ټورنمنټ اتلولي ګټلې ده.

سږکال، د هند کرکټ بورډ په لومړي ځل د ښځو شل اوریز ټورنمنټ هم ترسره کړ چې د لوبډلو له استخدام او د لوبو د خپرولو له حق څخه یې نږدې ۷۰۰ میلیون ډالر عاید ترلاسه کړ.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG