د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان وايي د تیر کال پرته یې سږ کال افغانستان ته صادرات زیات شوي


د پاکستان مرکزي بانک وايي، د سږني مالي کال (۲۰۲۳-۲۴) په لومړنیو څلور میاشتو کې یې د پروسږ کال پرتله افغانستان ته صادرات ۲.۶۵ سلنه زیات شوي دي.

د یاد بانک راپور کې راغلي چې د جولای-اکتوبر (۲۰۲۳-۲۴) په موده کې یې افغانستان ته صادرات ۱۸۰.۶۸۶ میلیون ډالر وو چې په تېر مالي کال (۲۰۲۲ـ۲۳) کې صادرات ۱۷۶.۰۱۹ میلیون ډالر ریکارډ شوي وو.

خو بل پلو له افغانستان څخه بیا واردات د (۲۰۲۳ـ۲۴) په مالي کې له جولايي تر اکتوبره ۸۱.۳۰ سلنه کم شوي دي. له افغانستان څخه پاکستان ته وچې او تازه مېوې او له دې برسېره د ډبرو سکاره صادرېږي خو د ډبرو سکرو صادرول هم په لویه پیمانه کم شوي دي.

په افغانستان کې د سوداګرۍ او صنایعو خونې پخواني مشر خان جان الکوزي له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل، چې افغانستان ته پاکستان تر ډېره غذايي واردوي:"غذايي مواد رالېږي، وریژې راځي، مېوه او غوړي راځي."

الکوزی زیاتوي د دې علاوه، سیمنټ، پلاسټیک، د نارینه وو رختونه او درمل له پاکستان څخه افغنستان ته واردیږي.

خو نوموړی وايي چې له افغانستان سره د پاکستان د تجارت کچه د پخوا پرتله ډېر ټیټه تللی ده: "موږ واندې له پاکستان سره د درې میلیارده ډالرو په خوا شا کې تجارت کولو چې هغه اوس یو میلیارد ډالرو ته راټیټ شوی دی. بل پاکستان ته د افغانستان صادرات هم ډېر کم شوي دي."

دی زیاتوي چې افغانستان اوس د خپل تجارت لپاره متبادلې لارې موندلې دي، لکه له ایران سره تجارت تر دوه نیم میلیارد ډالرو پورې دی. له دې علاوه له چین او هند سره هم د افغانستان سوداګري زیاته شوې ده، اوهم دغه ډول له منځنۍ اسیا سره د افغانستان تجارت اته سوه میلیونه ډالر ته رسېږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG