د لاس رسي وړ اتصالات

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین دا ځل د پنجاب مقاماتو نیولی 


عکس- ارشیف
عکس- ارشیف

د پاکستان د پنجاب ایالت د چکوال ولسوالۍ ځايي انتطامیې د جنورۍ په ۱۸ د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین یوځل بیا د عامه نظم قانون (۳ اېم پي او) په اساس د ۱۴ ورځو لپاره بندي کړی دی.

ددې غورځنګ یو مدافع وکیل مصدق خټک امریکا غږ ته وویل:" د منظور پښتین ټول ضمانتونه شوي دي، خو د عدالتي پرېکړې سربېره، لومړی د جهلم ځايي انتظامیې اوچت کړ [ونیو]، له هغې چې مو راخلاص کړ اوس د چکوال انتظامیې د ۱۴ ورځو لپاره نیولی دی. موږ نن په پېنډۍ کې د استیناف محکمې ته خپله عریضه وړې ده او راتلونکې دوشنبې به عدالت ته خپله عریضه وړاندې کړو چې زما له موکل سره دا څه روان دي."

نوموړی زیاتوي‌ چې نن ماښام غونډه کوي چې څنګه د ضلعي د چارواکو له لوري د منظور پښتین د بیا نیولو مخه ونیول شي.

امریکا غږ د جهلم ولسوالۍ له چارواکو سره بیا بیا اړیکه ونیوله، خو هغوی ټیلیفوني تماسونو ته یې ځواب ورنکړ.

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د خپل مشر د نیولو خلاف په پاکستان او د نړۍ په یو شمېر هېوادونو کې لاریونونه او اعتراضیه غونډې کړي چې په دې لړ کې یې وروستۍ او لویه احتجاجي غونډه د تېرې یکشنبې پر ورځ (جنورۍ ۱۴مه) د خیبر پښتونخوا په بنو ښار کې وشوه. دوی د غورځنګ د مشر منظور پښتین په ګډون د نورو نیول شوو غړو او د تری تم کسانو د خوشې کولو غوښتنې وکړې.

پر ټولنیزو رسنیو ګڼ شمېر د بشري حقونو فعالانو، سیاسي مشرانو، او د پي ټي ایم غړو د ضمانتونو سربېره د منظور پښتین بیا نیول غندلي او د هغه د پرېښودو غوښتنه یې کړې ده.

منظور پښتین تیر کال (۲۰۲۳) د ډسمبر میاشتې پر څلورمه نېټه په چمن ښار کې هغه مهال ونیول شو چې کله نوموړی د وړو سوداګرو (لغړیانو) احتجاجي ناستې ته تر وینا وروسته په تربت کې د بلوڅانو په احتجاجي پرلت کې د ګډون لپاره روان وو. له نیول کیدو وروسته بیا نوموړی د اسلام اباد پوليسو ته وسپارل شو.

بلخوا د پښتون ژغورنې غورځنګ یو فعال ادریس پښتین له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل، چې د غورځنګ دوه مخکښان زکیم وزیر او عیدالرحمان چې له تېرو اتو میاشتو راهیسې د پاکستاني پوځ په توقیف او وروسته په زندانونو کې بندیان وو، ټاکل شوی وه چې نن پر څلورو بجو د خیبر پښتونخوا له بنو زندان څخه راخوشې شي، خو وروستي معلومات دا دي چې هغوی تر اوسه ندي پرېښودل شوي.

د یاد غورځنګ یو بل مخکښ غړي حنیف پښتین پر ټولنیزه رسنۍ فېسبوک په خپل ویډيو پیغام کې وویل چې د دوی بندي ملګري زکیم وزیر او عیدالرحمان د راخوشې کېدو په اسنادو کې ځینې تېروتنې وي، هغه یې سمې کړې دي خو نن عدالت پر رخصتۍ وو او سبا یکشنبې به راخوشې کړل شي.

دا پداسې حال کې دي چې دا مهال ددې غورځنګ ځینې نور مخکښان لکه نورالله ترین، ګیله من وزیر، اجمیر پښتین او نور رحمان لاهم د پاکستان په زندانونو کې بندیان دي.

د پاکستان پولیسو او پوځي چارواکو دمخه پر دغه غورځنګ تور پورې کړی و چې د دولت پرضد د ولس راپارولو هڅې کوي او امنيتي ځواکونه بدناموي، خو د پښتون ژغورنې غورځنګ دا تورونه رد کړي دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ وايي، د پښتنو د حقونو لپاره مبارزه کوي او په لویو غونډو کې توندې ويناوې یې د قانون د ۱۹مې مادې له مخې، غيرقانوني نه دي. په دې ماده کې راغلي چې پاکستاني وګړي د بیان ازادي لري.

پښتون ژغورنې غورځنګ چې په ۲۰۱۸ کال کې یې بنسټ اېښودل شوی، له هغه راهیسې د ناامنۍ پرضد او د پښتنو د مدني او بشري حقونو لپاره احتجاجي غونډې او لاریونونه کوي او وايي، چې ټولې هلې ځلې یې د پاکستان د قانون سره سمې دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG