د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان راتلونکو ټولټاکنو ته ځغلنده کتنه


عکس ارشیف: د پاکستان انتخابات
عکس ارشیف: د پاکستان انتخابات

له نن څخه درې اونۍ وروسته به د پاکستان ولس ملي پارلمان او ایالتي اسامبلو ته خپل استازي وټاکي. دا به ددې هېواد په تاریخ کې د پارلمان دولسمې ټولټاکنې وي.

د پاکستان د ټاکنو کمیسیون په وینا پدې هیواد کې نږدې ۱۲۷ میلیونه کسان رای ورکولو ته راجستر شوي دي. په پاکستان کې د رای ورکوونکي عمر باید تر اتلس کالو ټیټ نه وي.

د روان ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ پر اتمه نېټه په پاکستان کې د ټولټاکنو په نتیجه کې به مرکزي او ایالتي حکومتونه جوړ شي. په ټولټاکنو کې به ولس د ملي پارلمان ۳۳۶ څوکیو لپاره خپل استازي وټاکي. د مرکزي حکومت د جوړولو لپاره باید یو ګوند په پارلمان کې ۱۶۹ څوکۍ خپلې کړي.

د پاکستان د سیاسي چارو د څېړونکو په اند، دا مهال په پاکستان کې هېڅ یو داسې ګوند نشته چې د ټول ملک په کچه او یا هم په یو ایالت کې په یوازې سر حکومت جوړ کړي. اوسمهال په پاکستان کې د عمران خان، تحریک انصاف پاکستان، د نواز شریف مسلم لیګ ن او د بلاول بوټو د پاکستان پیپلز ګوند ددې هیواد لوی سیاسي ګوندونه دي.

په پښتونخوا کې ټاکنیزې مبارزې

د خیبر پښتونخوا ایالتي اسامبله ټولې ۱۴۵ څوکۍ لري چې ۱۱۵ یې عمومي دي‌، ۲۶ څوکۍ یې د ښځو لپاره او اته یې د لږکیو غیر مسلمانانو لپاره ځانګړې شوې دي.

د سیاسي چارو شنونکی او خبریال شمیم شاهد وایي چې په خیبر پښتونخوا کې دا مهال انتخاباتي منډې ترړې په تندۍ سره روانې دي: «په دې صوبه کې د پاکستان د تحریک انصاف ګوند سره د ځوانانو همدردي ورځ تر بلې زیاتیږي. له تحریک انصاف سره د پاکستان د پوځي ایسټبلشمنټ دښمني چې څومره تېزېږي نو هماغسې د پاکستان تحریک انصاف حمایت هم زیاتېږي.»

خو شنونکی شمیم شاهد زیاتوي، چې، «د پاکستان تحریک انصاف [ګوند] ته لوی نقصان دا وشو چې کاندیدان یې د ګوند له لوري نه بلکې په ازاده توګه په ټولټاکنو کې برخه اخلي، ځکه چې د پاکستان ټاکنو کمیسیون د دې ګوند انتخابي نښه «د کرکټ بیټ» ترې اخیستی او کاندیدان یې د ګوند له لوري نه بلکې په ازاد حیثیت په جلا جلا انتخابي نښو سره مبارزه کوي.»

شمیم شاهد همداشان وايي، د پاکستان په کچه او په ځانګړې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې جمعیت علمای اسلام کوښښ کوي چې ډېرې څوکۍ ترلاسه کړي، دې ګوند د جمعیت اسلامي په ګډون له ځینو نورو ګوندونو سره پر یوشمېر انتخابي څوکیو ایتلاف کړی دی.

هغه وایي: «د جمعیت علمای اسلام له عوامي نشنل پارټۍ، مسلم لیګ ن، پیپلز پارټۍ سره د انتخابي اتحاد لپاره خبرې روانې وې، خو دمګړۍ یې څه نتیجه نه ده راوتلې، جمعیت علمای اسلام کوښښ کوي‌، چې نه یوازې د ایالت په کچه بانفوذه شخصیتونه په ګوند کې شامل کړي بلکې انتخابي اتحاد هم ورسره کوي. خو په خیبر پښتونخوا کې عوامي نیشنل ګوند هم په ډېرو ضلعو کې ډېر ښه مقبولیت لري، او ښې هلې ځلې یې روانې کړي دي. خو زما په اند په خیبر پښتونخوا کې به انتخابي نتیجې ګډې مډې غوندې وی، هېڅ یو ګوند هم اکثریت نشي وړای. داسې ښکاري چې دلته به مخلوط حکومت وي او چې ګډ حکومت وي نو سیاسي ناکراري به هم ورسره روانه وي. »

د بلوچستان سیاسي ګوندونه او او انتخاباتي مبارزې

بلوچستان د ارضي پلوه د پاکستان تر ټولو غټ خو د نفوسو له پلوه تر ټولو کوچنی ایالت دی. پدې ایالت کې هم د ۶۵ پارلماني څوکیو لپاره انتخابي تصویر ګډوډ ښکاري. هلته فعال سیاسي ګوندونه چې په تېر کې یې د پاکستان ملي پارلمان او ایالتي پارلمانونو کې چوکۍ ګټلې دي، لکه جمعیت علمای اسلام، پښتونخوا میپ، او نوې جوړ شوی ګوند پښتونخوا نیپ، عوامي ملي ګوند، او مسلم لیګ ن، ټاکنیزې مبارزې کوي.

په کوټه کې خبریال او شنونکی سید علي شاه له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل: «تر اوسه د بلوچستان په پښتني سیمو کې په پراخه کچه د مهمو سیاسي ګوندونو ترمینځ ټاکنیز ایتلاف نه دی جوړ شوی البته د پښتونخوا میپ مشر محمود خان اڅکزي، د پښین پر یوه انتخاباتي حوضه (اېن اې ۲۶۵) کې د جمعیت علمای اسلام د مشر مولانا فضل الرحمن په ګټه او په بدل کې د جمعیت علمای اسلام کاندید د کوټې په ۲۶۳ مه انتخاباتي حوضه کې د محمود خان اڅکزي ملاتړ کړی دی.»

د بلوچستان په پښتون میشتو سیمو کې ځینې ازاد شخصیتونه لکه جعفر خان مندوخېل، تور اتمانخېل، نور محمد دومړ، او ځینې نور اوس د مسلم لیګ ن، په ټکټ ولاړ دي.

سید علي شاه زیاتوي چې د بلوچستان په بلوڅ میشتو سیمو کې دوو مهم سیاسي ګوندونه فعالیت لري چې یو یې د اختر مینګل په مشرۍ بلوچستان نیشنل ګوند دا وخت د ملی او ایالتي پارلمان د ټولو څوکیو لپاره خپل کاندیدان درولي دي. البته په بلوڅ میشتو سیمو کې ډېر شخصیتونه شته چې د ګوندونو په ټکټ یا په ازاد حیثیت ولاړ دي.

پنجاب او سیند ایالتونو کې ټاکنیزې هلې ځلې

په پېښور کې د سیاسي چارو شنونګی شمیم شاهد امریکاغږ ته وویل، د پاکستان په لوی ایالت پنجاب کې دا مهال د نورو ګوندونو په پرتله د مسلم لیګ ن، شهرت زیات دی، خو د دې مانا دا نه ده چې یاد ګوند دې اکثریتي څوکۍ وګټي، هلته به له نورو ګوندونو لکه د جهانګیر ترین په مشرۍ له نوي جوړ شوي ګوند’ پاکستان تحریک اصلاحات‘ سره د ګډ حکومت جوړولو هڅې وکړي.

شاهد شمیم زیاتوي‌ چې د سیند ایالت په کلیوالو سیمو کې پاکستان پیپلز ګوند او په ښاري برخو کې متحده قومي‌ مومنټ مقبولیت لري، که څه هم دغه ایالت کې به پیپلز ګوند تر نورو مخکې وي خو د حکومت جوړولو لپاره به یې له نورو ګوندونو یا ازادو غړو سره ایتلاف پکار وي.

پاکستان کې د لانجمنو ټولټاکنو تاریخ

د بلوچستان په مرکز کوټه کې د سیاسي چارو شنونکی رفیع الله کاکړ وايي، چې په پاکستتان کې د انتخاباتو پر شفافیت تل نیوکې شوې اوو سوالونه راپورته شوي دي.

نوموړی وایي، «د ۲۰۱۸ کال په انتخاباتو ډېر نیوکې کېدلې، هغه وخت پاکستان تحریک انصاف د پوځ په مرسته په اقتدار کې راغلی و، دغه ډول د فبرورۍ پر اتمه نېټه چې کومې ټاکنې کېږي. د هغه په حواله هم ډېرې پوښتنې شته. نو د پاکستان د انتخاباتو تاریخ ته په کتو دا جایز او پرځای سوالونه دي.»

دمخه نواز شریف تر قضیو لاندې و، اوس عمران خان

ښاغلی کاکړ زیاتوي، په ۲۰۱۸ کې چې کوم کار د نواز شریف له ګوند مسلم لیګ سره وشو، داسې معلومېږي چې هغه کار اوس د پاکستان تحریک انصاف سره روان دی: «په دې اړوند تر انتخاباتو مخکې په ځانګړې توګه د ایسټبلشمنټ لخوا د پاکستان تحریک انصاف د کمزوري کولو هلې ځلې او د دغه ګوند د کاندیدانو خلاف قضیې جوړول، نو دا ټول عملیات، تحریک انصاف ته د انتخاباتو په اړوند تاوان رسوي.»

د پاکستان سترې محکمې رول او انتخابات

د سیاسي چارو شنونکی رفیع الله کاکړ وايي، «په ۲۰۱۷ کال کې د پاکستان ستره محکمه وکارول شوه، د پانامه دوسیه رامخې ته کړل شوه، د هغې پر بنیاد نواز شریف نااهله کړل شو او د صدراعظم له منسب څخه یې ایسته کړ. او همداسې د ۲۰۱۸ کال په انتخاباتو کې یې نواز شریف نااهله وګرځوه او په انتخاباتو کې یې خنډونه ورته جوړ کړل. همداسې د پاکستان انتخاباتو کمیسیون او ستره محکمه باندې هم فشار وي چې د تحریک انصاف ګوند ته مشکلات جوړ کړي.»

هغه زیاتوي چې: «دا خبره به تر وخت له مخه وي چې د پاکستان اوسنۍ ستره محکمه دې هغه د ۲۰۱۷ او ۲۰۱۹ کلونو غوندې ستره محکمه وي، تر اوسه چې اوسنۍ محکمې څومره پرېکړې کړې دي، نو په هغه کې ازاده ښکاري. خو دا وروستۍ فیصله چې په هغه کې له پاکستان تحریک انصاف څخه انتخاباتو کمیشن انتخابي نښه اخیستې وه، نو سترې محکمې د هغې فیصلې تصدیق وکړ. نو دا په ریښتیا هم نه یوازې د انتخابي عمل شفافیت ته غټ تاوان دی، بلکې د سترې محکمې برم او اعتبار ته هم لوی زیان دی. هغه دا چې له دې څخه داسې انګیرل کیږي چې ستره محکمه ازاده نه ده او هغه د ایستبلشمنټ د فشار په وجه داسې فیصلې کوي.»

د ۲۰۲۳ کال په ۲۲ دسمبر د پاکستان ټاکنو کمیسیون د پاکستان تحریک انصاف په ګوند کې دننه انتخابات لغوه کړل او انتخابي نښه یې بیرته ترې واخیستله. خو د دسمبر پر ۲۶مه د پېښور استناف محکمې د ټاکنو کمیسیون پرېکړه معطله کړه او انتخابي نښه ’د کرکټ بیټ‘ یې بیرته تحریک انصاف ګوند ته ورکړه.

د انتخاباتو کمیسیون وروسته خپله عریضه د پاکستان سترې محکمې ته یووړه او یادې محکمې په خپله اورېدنه کې د ټاکنو کمیسیون پرېکړه پرځای وساتله او تحریک انصاف یې له انتخابي ‌نښې بې برخې کړ.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG