د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان د ټاکنو کمېسیون د عمران خان د نوماندۍ اسناد رد کړل 


د پاکستان د ټاکنو کمېسیون د عمران خان او د هغه د ګوند د مشرانو د کاندید کېدو اسناد رد کړل
د پاکستان د ټاکنو کمېسیون د عمران خان او د هغه د ګوند د مشرانو د کاندید کېدو اسناد رد کړل

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند ویاند نن یکشنبه ډسمبر ۳۱ (جدي ۱۰) وویل چې د دغه هېواد د ټاکنو کمېسیون په انتخاباتو کې د عمران خان او د هغه د ګوند د مشرانو د نوماند کېدو اسناد رد کړل.

ددې ګوند ویاند روف حسن وویل دا «د یوې اجنډا» برخه ده چې د تحریک انصاف د ګوند د ۹۰ او ۹۵ فیصده مشرانو د کاندید کېدو مخه نیسي.

نوموړي وویل چې د ګوند غړي به یې هېڅکله هم د سیاست له میدان څخه ونه وځي‌ او انتخابات به وغندي.

د پاکستان د انتخاباتو کمېسیون یو غړي ویلي دي چې د عمران خان کاندید کېدل په دې خاطر رد شوي دي چې محکمې محکوم کړی دی.

عمران خان د اګست له میاشتې راهېسې په زندان کې دی او په محکمې کې ځینې دوسیې لري. خو بیا هم د تحریک انصاف ګوند تېره اوونۍ د ټاکنو کمېسیون ته د هغه د نوماندۍ رسمي اسناد وسپارل.

د پاکستان د اساسي قانون له مخې د محکمې له لوري محکوم شوی کس په ټاکنو کې برخه نه شي اخیستی، د خپل ګوند او کوم دولتي مقام مشري هم نه شي کولای.

عمران خان د اداري‌ فساد په قضیې کې په دریو کلونو بند محکوم شوی او په زندان کې دی.

د سیاسي چارو یو شنونکي حسن عسکر وویل چې په پاکستان کې د یو سیاسي ګوند په اړه داسې اقدام کول «بې ساری» عمل دی.

هغه وویل: «دا د دغه هېواد په تاریخ کې لومړی ځل دی چې یو سیاسي ګوند په دومره لویه کچه او ان تر انتخاباتو مخکې له انتخاباتو څخه محروم کړل کېږي.»

ټاکل شوې چې د پاکستان د انتخاباتو کمېسیون د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ په ۲۳ نېټه د کاندیدانو نهايي لست خپور کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG