د لاس رسي وړ اتصالات

ایا په پاکستان کې ازاد او بې پرې انتخابات کیدی شي؟


ټاکل شوې په پاکستان کې عمومي انتخابات د فبروري په اتمې نیټې وشي.
ټاکل شوې په پاکستان کې عمومي انتخابات د فبروري په اتمې نیټې وشي.

په داسې حال کې چې د پاکستان حکومت پلان لري د ۲۰۲۴ کال د فبروري په اتمې نیټې عمومي انتخابات وکړي، خو د بشري حقونو ډلې او د انتخاباتو خپلواک څارونکي د دې انتخاباتو په ریښتینولۍ او اعتبار باندې شک څرګند کړی.

څارونکي وایي د پوځ له ملاتړه برخمن واکمن حکومت له یوې خوا په مطبوعاتو کې سانسور ډیر کړی او له بلې خوا د هیواد تر ټولو مهم سیاسي مخالف ګوند غړي یې ځپلي دي. دوی وایي له همدې کبله داسې نه ښکاري چې راتلونکي انتخابات به راڼه او باوري وي.

د پاکستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون مشرې منیزې جهانګیر دوشنبه جنورۍ لومړۍ (مرغومي ۱۲) په یو خبري کنفرانس کې وویل چې په هیواد کې روانو شرایطو ته په کتو "ډیر لږ شواهد" شته چې ګواکې راتلونکي انتخابات به ازاد، عادلانه او اعتباري وي.

میرمن جهانګیر د پاکستان انتخاباتو په بهیر کې ښکاره لاس وهنې او د پخواني صدراعظم عمران خان تحریک انصاف ګوند غړیو په خلاف سستماتیکې ځپنې "غیر قانوني" وبللې او زیاته یې کړه چې تر انتخاباتو وړاندې پدې بهیر کې د پاکستان پوځ لاس لري.

هغې زیاته کړه، "فکر کوم زما په ذهن کې هیڅ شک نشته چې د دې هیواد (پاکستان) مزي د پوځ په لاس کې دي او هغوي یې راکاږي."

د پاکستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون مشره وایي " فکر کوم زما په ذهن کې هیڅ شک نشته چې د دې هیواد (پاکستان) مزي د پوځ په لاس کې دي".
د پاکستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون مشره وایي " فکر کوم زما په ذهن کې هیڅ شک نشته چې د دې هیواد (پاکستان) مزي د پوځ په لاس کې دي".

میرمن جهانګیر داسې مهال په اوسني حکومت باندې د پوځ د نفوذ خبره کوي چې د سرپرست صدراعظم انورالحق کاکړ په حکومت په پرله پسې توګه دا تورونه پورې کیږي چې د هغو سیاسي ګوندونو په پلوۍ کار کوي، چې د پوځ سره نږدې اړیکې لري.

د پاکستان د اطلاعاتو سرپرست وزیر مرتضی سولانګي هم په انتخاباتو کې د لاسوهنې موضوع رد کړله او وې ویل چې حکومت د انتخاباتو کمیسیون سره د رڼو انتخاباتو کیدو لپاره د همکارۍ ژمنه کوي.

خو میرمن جهانګیر په خبري کنفرانس کې د انتخاباتو په کمیسیون هم انتقادونه وکړل ځکه چې د هغې په وینا د "ناڅیزه دلایلو" له مخې یې د عمران خان او د تحریک انصاف ګوند د کاندیدانو اسناد رد کړي.

هغې همدارنګه د پاکستان تحریک انصاف ګوند غړیو ځپل وغندل او غیر قانوني یې وبلل.

د پاکستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون مشرې وړاندې وویل چې د عمران خان د ګوند غړیو او کار کوونکو نیول کیدل، په هغوي د لګیدلو تورونو عدم شفافیت، د ګوند په غونډو بندیز، جبري تري تم کوونه او د دې ګوند کاندیدانو اسناد رد کول په ښکاره توګه د ګوند په مشرانو د فشار راوړلو نمونې دي چې د سیاست څخه لاس واخلي او په انتخاباتو کې برخه وانخلي.

منیزې جهانګیر وویل چې د حکومت همدې اقداماتو پداسې حال کې د ولس لپاره مدني فضا تنګه کړې چې هغوي غواړي په آزادنه توګه په انتخاباتو کې برخه واخلي.

په واشنګټن ډي سي کې د ویلسن په مرکز کې د جنوبي اسیا انستیتیوت مشر مایکل کوګلمن چې د پاکستان په هکله څیړنې کوي، پدې باور دی چې په انتخاباتو کې د تحریک انصاف ګوند غړیو محدود کول په پاکستان کې د سیاسي ثبات سبب نشي کیدی.

ښاغلي کوګلمن امریکا غږ ته وویل چې د تحریک انصاف ګوند په پاکستان کې پراخ ملاتړ لري او د انتخاباتو څخه ایستل به یې خلک نا خوښ کړي. هغه همدارنګه وویل چې د لویدیځو هیوادونو په ګډون د نړیوالې ټولنې هیله دا ده چې په پاکستان کې انتخابات "نسبتاً ثابت او پرته له تشدده " وي.

دې امریکایي کارپوه دا هم وویل چې د پاکستان په انتخاباتو کې که د تحریک انصاف ګوند ته د ګډون فرصت ورنکړل شي، یوازې په هغه صورت کې به د نړیوالې ټولنې لپاره د منلو وړ وي چې د "بې امنۍ" سبب نشي.

د پاکستان د انتخاباتو کمیسیون تیره اوونۍ د عمران خان کاندید کیدو اسناد رد کړل او دلیل یې دا ښودلی چې دا پخوانی صدراعظم په رسمي توګه د جرم په کولو تورن دی او له همدې کبله په انتخاباتو کې برخه نشي اخیستی.

په پاکستان کې د ډان ورځپاڼې هم د دوشنبې په ورځ په یوې مقالې کې لیکلي چې د خلکو سره دا اندیښنې پیدا شوي ښایي راتلونکي انتخابات په غیر دموکراتیکې بڼې وشي، په ځانګړې توګه چې د عمران خان ګوند غړیو ته د کاندید کیدو لپاره فرصت نه ورکول کیږي او د نامزادۍ اسناد یې ردیږي.

د ازادو او عادلانه انتخاباتو شبکې په نامه غیر انتفادي سازمان چې په پاکستان کې د انتخاباتو چارې څاري، هم د دوشنبې په ورځ د انتخاباتو خپلواک کمیسیون څخه غوښتي چې پدې هکله اعتراضات دې د ولس سره شریک کړي چې د کومو دلایلو له مخې یې د تحریک انصاف ګوند غړیو د کاندید کیدو اسناد رد کړ تر څو په انتخاباتو د خلکو باور ډیر شي.

سره لدې چې د پاکستان پوځ د انتخاباتو په بهیر کې لاس لرل ردوي خو انتقاد کوونکي وایي دا هسې یوه ادعا ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG