د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان سنا مجلس د انتخاباتو ځنډیدو لایحه منظوره کړه


عمومي انتخابات د فبروري میاشتې اتمې نیټې لپاره ټاکل شوي و خو د سنا مجلس په لایحې د یو څو میاشتو ځنډ غوښتنه شوې.
عمومي انتخابات د فبروري میاشتې اتمې نیټې لپاره ټاکل شوي و خو د سنا مجلس په لایحې د یو څو میاشتو ځنډ غوښتنه شوې.

د پاکستان د سنا مجلس څوغړیو جمعه جنوري ۵ (مرغومي ۱۵) د عمومي انتخاباتو ځنډولو لپاره یوه جنجالي لایحه پداسې حال کې منظوره کړه چې ټاکل شوې وه څو اوونۍ وروسته پدې هیواد کې عمومي انتخابات وشي.

په لایحه کې چې تطبیق کیدل یې حتمي ندي، په هیواد کې سړه هوا، خراب امنیتي وضعیت او د کرونا ویروس قضیو ډیریدل یو شمیر هغه عوامل یاد شوي چې له مخې یې د فبروري د میاشتې اتمې نیټې عمومي انتخاباتو ځنډیدو غوښتنه شوې.

د سنا په مجلس کې د خیبر پښتونخوا ولایت خپلواک سناتور دلاور خان چې دا لایحه یې د رایې ګیرۍ لپاره وړاندې کوله ، وویل چې د جنوري او فبروري میاشتې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان په ولایتونو ډیرو سیمو کې "تر ټولو سړې میاشتې پیژندل کیږي او په هغو میاشتو کې چې د هوا حالت پکې معتدل وي، ډیر خلک په رایې ګیرۍ کې برخه اخلي".

د سنا مجلس دې غړي همدارنګه د خیبر پښتونخوا په ولایت کې په څو جګپوړو سیاستوالو د بریدونو او د چارواکو لخوا د ګواښونو په هکله خبرداریو ته اشاره وکړله. هغه وویل چې همدې شواهدو ته په کتو سره په هیواد کې عمومي انتخاباتو کیدو ته شرایط ندي برابر.

د پاکستان د سنا مجلس ۱۰۰ غړي لري خو د جمعې ورځې په رایې ګیرۍ کې یې یوازې ۱۴ موجود و. د دې هیواد د قوانینو له مخې باید د سنا د مجلس ټولو غړیو څخه لږ تر لږه څلورمه برخه یې موجود وي.

د سنا په مجلس کې موجودو سناتورانو د دې لایحې ملاتړ کړی خو د پاکستان مهمو سیاسي ګوندونو او د مدني ټولنې فعالینو بیا دا لایحه رد کړیده.

احمد بلال محبوب چې د پاکستان مقنینه قوې پرمختګ او رونټیا انسټیټیوټ په نامه د څیړنیز مرکز مشر دی، امریکا غږ سره په خبرو کې د سنا مجلس لخوا منظوره شوې لایحه "دسیسه" وبلله او زیاته یې کړه چې د سنا مجلس یو څو غړیو لخوا دا ډول پریکړه کول د پارلمان وقار ته "سپکاوی" دی.

ښاغلي محبوب زیاته کړه، " دا د یو څو کسانو هڅه ده چې هیله لري په پاکستان کې انتخابات باید ونشي، دیموکراتیک بهیر پر مخ ولاړ نشي، پاکستان په همدې نا څرګند حالت کې بند پاتې شي او د سرپرست حکومت موده دې وغځیږي".

د پاکستان د پخواني صدراعظم نواز شریف ګوند یو سناتور، افنان الله خان هم امریکا غږ سره په خبرو کې وویل چې د انتخاباتو ځنډیدو لپاره هیڅ دلیل نشته.

ښاغلي خان زیاته کړه، " مونږ داسې وخت کې انتخابات کړي چې په هیواد کې وضعیت بیخي خراب.... اوس یې ولې نشو کولی"؟

په پاکستان کې د څو میاشتو راهیسې د انتخاباتو ځنډیو ګنګسې وې. سیاستوال او مدني فعالان وایي چې د سنا مجلس لخوا تازه منظورې شوې لایحې مخه باید د هیواد قوانینو او اساسي قانون مطابق ونیول شي.

د پاکستان قانون له مخې عمومي انتخابات باید د ۲۰۲۳ کال د نومبر په میاشت کې شوي وی ځکه چې د اګست په میاشت کې د پارلمان موده پای ته رسیدلې وه. د پاکستان د اساسي قانون له مخې د پارلمان مودې پای ته رسیدو څخه درې میاشتې وروسته باید عمومي انتخابات وشي.

خو د پاکستان د انتخاباتو کمیسیون وروسته پریکړه وکړله چې انتخابات به د ۲۰۲۴ کال د فبروري میاشتې په اتمې نیټې کیږي.

جنجال پدې و چې د انتخاباتو څارنه به د جمهور رئیس دفتر که د انتخاباتو خپلواک کمیسیون کوي، خو سترې محکمې مداخله وکړله او د فبروري میاشتې اتمه نیټه د عمومي انتخاباتو لپاره وټاکل شوه.

د پاکستان د سرپرست حکومت د اطلاعاتو وزیر، مرتضی سولانګي چې د پارلماني چارو وزیر هم دی، د سنا مجلس غړیو دا لایحه رد کړې.

د عمران خان تحریک انصاف ګوند بیا د هیواد سترې محکمې څخه غوښتي چې د انتخاباتو ځنډیدو هر ډول کړنې په خلاف دې اقدام وکړي.

په عین حال کې د جمعیت اسلامي ګوند سناتور، مشتاق احمد خان بیا د سنا په مجلس کې د همدې لایحې پر ضد بله لایحه وړاندې کړې او په ټاکلي وخت د انتخاباتو کیدو غوښتنه یې کړې.

ښاغلي خان د انتخاباتو ځندیدل د اساسي قانون خلاف او غیر دیموکراتیک عمل بللی.

د پاکستان خلق ګوند سناتورې شیري رحمان هم د انتخاباتو ځنډیدو لپاره دا لایحه رد کړې او په یوې اعلامیې کې یې ویلي چې "مونږ باید پر مخ ولاړ شو".

په پاکستان کې وار د مخه داسې اندیښنې شته چې راتلونکي انتخابات به عادلانه او راڼه نه وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تیره ورځ وویل چې هیله ده په پاکستان کې را روان انتخابات ازاد او عادلانه وي او د دغه هېواد د اساسي قانون سره سم وشي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG