د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا په پاکستان کې د ازادو او عادلانه انتخاباتو غوښتنه وکړه


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ جنوري څلورمه (مرغومې۱۴) وویل چې هیله ده په پاکستان کې را روان انتخابات ازاد او عادلانه وي او د دغه هېواد د اساسي قانون په اساس وشي.

ټاکل شوې چې په پاکستان کې پارلماني‌ انتخابات د فبرورۍ په میاشت کې وشي، خو له ټاکنو څخه مخکې ویل کېږي چې په ټاکنو کې به درغلي کېږي او همدغو ادعاو دغه دموکراتیک بهیر ته زیان رسولی دی.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر وویل چې واشنګټن پاکستان ته د انتخاباتو د څرنګوالي په اړه لارښوونې نه شي کولای خو "موږ غواړو چې د ازادو، عادلانه او سوله ایزو انتخاباتو شاهدان واوسو، چې په کې د بیان ازادي او د غونډو سوله ایزه فضا شامله وي او نهایتا یو کامل، ازاد او د اعتماد وړ دموکراتیک بهیر وي."

دا په داسې حال کې ده چې د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان له زندان څخه د ایکانومیست ورځپاڼې ته لیکلي دي دا بې انصافي‌ ده چې په ټاکنو کې د هغه د ګوند مخه نیول شوې. عمران خان لیکلي‌دي: "زما د ګوند مشران، کارکوونکي، د ټولنیزو رسنیو فعالان او زما ملاتړي خبریالان تښتول شوي، زنداني شوي، شکنجه شوي او تر فشار لاندې نیول شوي چې د پاکستان د تحریک انصاف ګوند پرېږدي."

هغه ویلي دي‌ چې د ګوند دا غړي یې د پولیسو په توقیف کې دي‌ او هرکله چې محکمه یې په ضمانت له زندان څخه خوشې کوي، نوی تورونه پرې لګول کېږي. عمران خان ویلي که په داسې یو وضعیت کې انتخابات هم وشي، ټوکې او بحران به وي.

د پاکستان دغه پخوانی صدراعظم په ۲۰۲۲ کال کې د پارلمان له لوري سلب صلاحیت شو. هغه د پنجشنبې په ورځ یو ځل بیا تور ولګوه چې د پاکستان پوځ او امریکا له واک څخه لېرې کړی دی، هغه وايی دا کار یې ورسره ځکه کړی چې هغه خپلواکه بهرنۍ تګلاره لرله او امریکا ته یې د پوځي مرکزونو له ورکولو څخه ډډه کړې وه.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند یو ځل بیا د عمران خان دا تورونه بې اساسه وبلل.

د ټاکنو مستقل څارونکو او د بشري‌ حقونو ډلو هم د عمران خان د ګوند د غړو ځپلو او د رسنیو سانسور کولو ته په کتو د پاکستان د انتخاباتو په شفافیت شک ښودلی دی. د پاکستان پوځ دا نه مني چې په انتخاباتو کې لاسوهنه کوي، خو منتقدین د پوځ دا ادعا ردوي. د پاکستان پوځ جنرالان څه باندې درې لسیزې د پوځي کودتاو له لارې په پاکستان کې حاکمیت کړی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG