د لاس رسي وړ اتصالات

ولې عمران خان په ۱۰ کالونو بند محکوم شو او عواقب به یې څه وي؟


د پاکستان پخواني صدراعظم عمران خان
د پاکستان پخواني صدراعظم عمران خان

د پاکستان پخواني صدراعظم عمران خان او د هغه په کابینه کې د بهرنیو چارو پخواني وزیر شاه محمود قریشي ته د دولتي رازونو افشا کولو په قضیه کې تر ۱۰، ۱۰ کالو د بند سزا اورول شوې ده.

عمران خان داسې مهال د دولتي رازونو قضیه کې سزا کېږي چې ټولټاکنې په رانږدې کېدو دي.

عمران خان چې په ۲۰۲۲ کال د مخالیفو ګوندونو له لوري د بې باورۍ تحریک له لارې د صدراعظمۍ له څوکۍ لیرې کړل شو، لا له وړاندې د فساد په یوه قضیه کې په درې کلن بند محکوم دی.

نوموړي پر ځان لګېدلي ټول تورونه سیاسي انګیزه بولي. د رازونو افشا کولو په قانون کې سزا کېدل پر داسې مهال کېږي چې یوه اونۍ وروسته ټولټاکنې کېدونکې دي چې دی یې پکې له برخې اخیستو منع کړی دی.

د تحریک انصاف مشر عمران خان او مرستیال مشر شاه محمود قریشي ته دا سزاګانې د جنورۍ پر ۳۰مه د راولپنډۍ په اډیاله زندان کېو چېرته چې دوی دواړه بندیان دي، یوې ځانګړې جوړې شوې محکمې واورولې.

د دولتي راز قضیه

عمران خان د خپلې صدراعظمۍ پرمهال ادعا کوله چې په واشنګټن کې د پاکستان پخواني سفیر ورته یو پټ سفارتي لیک (سایفر) استولی دی چې ترې جوتېږي، امریکا یې د ګوښه کولو په دوسیه کې لاس درلود.

د کرکټ دغه پخواني لوبغاړي د ۲۰۲۲ کال په مارچ میاشت کې د خپل ګوند یوه لاریون کې هغه پاڼه په لاس کې ر‍‍‍پوله چې د نوموړي په ادعا ښيي چې د ده پر ضد د عدم اعتماد تحریک د بهرني سازش پر اساس وړاندې شوی و. خو امريکايي او پاکستاني چارواکو د عمران خان دغه تورونه رد کړي دي.

تحریک انصاف د انصاف لپاره د استناف محکمه کې

د پاکستان تحريک انصاف اوسني مشر بېرسټر ګوهر خان په راولپنډۍ کې د اډياله زندان مخې ته له خبريالانو سره په خبرو کې وويل، چې د جنورۍ پر ۳۱مه به د ګوند مشرانو ته د اورولو سزاګانو خلاف اسلام اباد های کورټ کې درخواست جمع کوي.

نوموړي‌ زیاته کړه، "د پاکستان تحريک انصاف پلويانو، کانديدانو او خواخوږو ته مو خواست دی چې له زغمه کار واخلي او موږ په استناف محکمه او ستره محکمه باور لرو او په پای کې به عدل راسره کېږي."

تحریک انصاف خپلو مشرانو عمران خان او شاه محمود قریشي ته د ځانګړې عدالت له خوا اورول شوې سزا رد کړې او "شرمناکه" یې بللې ده.

یاد ګوند پر ایکس پاڼه په یو بیان کې پر ادعا کړې چې د پاکستان ولس له عمران خان سره ولاړ دی. په بیان کې یو ځل بیا په اشاره ویلي شوي‌ چې ګواکې د ۲۰۲۲م کال په اپرېل کې د تحریک انصاف حکومت د یو دوسیې له مخې ړنګ کړل شوی وو.

د قانون پوهانونو او شنونکو غبرګون

په پېښور کې قانون پوه او مشر مدافع وکیل قاضي انور له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل، "چې د پاکستان د اساسي قانون د ۱۰ اې مادې له مخې په دې هېواد کې اوسېدونکی هر وګړی دا بنیادي حق لري چې د هغه قضیه به په ډاګه او روڼه چلېږي، د پټو دروازو شا ته به نه وي. او په زندان کې دننه محکمه، عادلانه محکمه نه بلل کېږي. بل د اساسي قانون له مخې د یوه تورن کس دا بینادي حق دی چې د قضیې اورېدنې پر مهال به دی او د هغه مدافع وکیل دواړه موجود وي. خو د عمران خان او شاه محمود قریشي محکمه د هغوی په موجودګي کې نه وه. "

قاضي انور دغه ډول محکمې جوړول په پاکستان کې د عدل او انصاف لپاره لوی زیان بولي.

بلخوا په کوټه شنونکی رفیع الله کاکړ د پاکستان تحریک انصاف مشرانو ته د ۱۰، ۱۰ کالو سزا اورول د پاکستان ټولټاکنو په باب هغه شکونو ته تقویه بولي چې له وړاندې یې په اړه کېږي.

نوموړي له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل: "د انتخاباتو د شفافیت په اړه چې کومې اندېښنې دي، له دې سره هغه تاثر نور مضبوطېږي، له دې فیصلې خو داسې ښکاري چې د تحریک انصاف د پلویانو حوصله شکني وشي، او هغوی ته دا پیغام ورکړل شي چې هغوی هرڅومره هلې ځلې وکړي، نو ګوند یې په اقتدار کې د راتلو موقع نه لري. "

ښاغلی کاکړ زیاتوي، چې د عمران خان او شاه محمود قریشي د قضیې اورېدنه ډېره په بیړه وشوه او له دې خلک دا تاثر اخلي چې دا پر ټولټاکنو د اغېز اچولو کوښښ دی او دا ټاکنیزو عمل ته په رښتیا هم تاوان رسوي.

په پېښور کې د سیاسي چارو شنونکی شمیم شاهد بیا وايي، له دغه اوسنۍ عدالتي پرېکړې څخه په پاکستان کې له عمران خان سره د خلکو خواخوږي نوره ډېره کړې ده خو زیاتوي چې د دې اورېدنې پروړاندې هغسې غبرګون ښکاره نه شو، لکه تېر مهال چې وو.

هغه وايي: "په دې کې شک نشته چې عمران خان مقبولیت لري، خلک ورپسې دی، خو خلکو پرې عکس العمل ونښود، زما په خیال په ټولټاکنو به د دې عدالتي پرېکړې څه اثرات نه وي، خو دلته له وړاندې د ټولټاکنو په باب د باور او اعتماد کمی لیدل کېږي، ځکه چې د ملک ایسټبلشمنټ او استخبارات پکې تل مداخلت کوي. "

یاده دې وي چې پر عمران خان او شاه محمود قریشي د دې تر څنګ د مۍ د نهمې د پېښو په اړه هم مقدمې روانې دي.

د ۲۰۲۳ز کال د مې پر نهمه د القادر ټرسټ په نوم د درغلۍ په یوه قضیه کې د عمران خان تر ګرفتارۍ وروسته د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د تحریک انصاف د پلویانو د مظاهرو پر مهال یوشمېر کسانو پر پوځي تاسیساتو، څلو او دولتي او شخصي ودانیو حملې وکړې او ورته یې زیان واړاوه.

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې د فبرورۍ پر اتمه عام انتخابات ترسره کېږي. خو د انتخاباتو کمېشن تحریک انصاف ته د هغوی انتخابي نښه د کرکټ بلا نه ده ورکړې چې له کبله یې د یاد ګوند غړي په ازاده توګه په انتخاباتو کې ولاړ دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG