د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې د سیاسي ګوندونو د بیرغ پر سر یو پلار خپل زوی وژلی


پاکستان کې پېښور ته څېرمه پر خپل کور د کوم ګوند د بیرغ ځړولو پر سر لانجه کې پلار خپل زوی وژلی.
پاکستان کې پېښور ته څېرمه پر خپل کور د کوم ګوند د بیرغ ځړولو پر سر لانجه کې پلار خپل زوی وژلی.

په پاکستان کې له ټاکنو وړاندې یو پلار وروسته له هغه خپل زوی وواژه چې دواړو په دې اړه مخالفت وښود چې پر خپل کور د کوم سیاسي ګوند بیرغ وځړوي.

د پولیسو په خبره، پېښه د خیبر پښتونخوا پېښور ښار ته څېرمه هغه مهال وشوه چې په قطر کې له کار څخه راستون شوي زوی د خپل کور مخې ته د پاکستان د پخواني صدراعظم عمران خان د تحریک انصاف ګوند بیرغ ځړولی و.

د پېښور د پولیسو چارواکي نصیر فرید وویل: "پلار خپل زوی په کور باندې د تحریک انصاف د بیرغ له ځړولو څخه منع کړی و، خو زوی یې د بیرغ د کښته کولو او تحریک انصاف له پرېښودلو څخه انکار وکړ."

د پولیسو دغه چارواکي وویل: "د دواړو ترمنځ د لانجې له زیاتېدو وروسته، پلار د غوسې په حالت کې، پر خپل ۳۱ کلن زوی د تومانچې ډزې کړي او له کور څخه تښتېدلی دی."

زوی یې روغتون ته پر لاره مړ شوی.

پولیس ددغه سړي د نیولو هڅه کوي چې د ملت پال عوامي نېشنل ګوند سره تړاو لري او پخوا یې ددغه ګوند بیرغ پر خپل کور ځړولی و.

په پاکستان کې د فبرورۍ په اتمه عمومي ټاکنې کیږي. په دغه هېواد کې ټاکنې ډیری وختونه د تاوتریخوالي سره مخ کیږي، او د اورپکو په بریدونو کې کاندیدان او د رایې ورکولو مرکزونه په نښه کیږي.

چارواکو ویلي چې د سرحد ساتنې ملیشو ۵۰۰۰ سرتیري ګومارل شوي چې د ټاکنو وړاندې د خیبر پښتونخوا امنیت ټینګ کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG