د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې په تازه بریدونو کې د ټاکنو یو کاندید وژل شوی او بل ژوبل شوی


په پاکستان کې پارلماني انتخابات د فبرورۍ په اتمه نېټه پلان شوي
په پاکستان کې پارلماني انتخابات د فبرورۍ په اتمه نېټه پلان شوي

په خیبرپښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې د پاکستان د راتلونکو ټاکنو لپاره په دوو کاندیدانو وسله وال بریدونه شوي چې یو کاندید وژل شوی او بل سخت ژوبل شوی دی.

وژل شوی کاندید ملک کلیم داوړ او ژوبل شوی اسلم بیدي نومېږي.

پولیس مقاماتو امریکا غږ ډیوې څانګې ته ویلي دي چې په کلیم داوړ باندې برید د میرانشاه د تحصیل په تپي کلي کې شوی دی.

کلیم الله د خیبرپښتونخوا اسمبلۍ ته ازاد کاندید و. وايي هغه له انتخاباتي کمپاین څخه وروسته کور په لار و چې برید پرې وشو، په دغه برید کې دوه تنه نور وژل شوي‌ هم دي.

په اسلم بیدي باندې بیا د بلوچستان د تربت په سیمه کې برید شوی دی. امنیتي سرچېنې وايي چې هغه په پارک کې قدم وهه چې وسله والو پرې برید وکړ.

اسلم بیدي د پاکستان د سنا پخوانی غړی دی چې د راتلونکو ټاکنو لپاره یې د پاکستان قومي اسمبلۍ ته د مسلم لیګ (ن) ګوند کاندید و.

د دغو بریدونو مسئولیت چا تر دې دمه په خپله غاړه نه دی اخیستی. دواړه بریدونه د چهارشنبې په ورځ جنوري ۱۰ (مرغومې۲۰) شوي دي. تر دغو بریدونو مخکې د پاکستان سرپرست صدراعظم انوار الحق کاکړي ویلي وو چې ترهګر په خپلو بریدونو سره د پاکستان ټول ولس ته ماتې ورکولای نه شي.

په پاکستان کې پارلماني ټاکنې د فبرورۍ په اتمه نېټه پلان شوي دي. خو د دغه هېواد یو مخالف سیاستوال په زندان کې دی او په ټاکنو کې د ګډون کولو حق ترې اخیستل شوی دی، خو د هغه په سیال د پاکستان په پخواني صدراعظم نواز شریف باندې د فساد لګول شوي تورونه لېرې شوي او په ټاکنو کې د ګډون کولو اجازه ورکړل شوې ده.

شننونکي وايي چې د پاکستان د انتخاباتو پایله به یو ماتېدونکی حکومت وي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG