د لاس رسي وړ اتصالات

په پاکستان کې د یوې کورنۍ ۱۱ غړي په مرموز ډول وژل شوي


عکس- ارشیف
عکس- ارشیف

د پاکستان امنيتي مقاماتو، د چهارشنبې په ورځ، جنوري لسمه‌ (مرغومی۲۰مه) وویل چې د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت په لکي مروت سیمه کې د یو دوه کلن ماشوم په ګډون د یوې کورنۍ ۱۱ غړي وژل شوي دي.

د امنیتي مقاماتو په وینا، په دغه 'مرموزه پیښه' کې چې د سه شنبې په ماښام ناوخته رامنځته شوه،‌ دوه وروڼه او میرمنې یې او شپږ نور ماشومان چې عمرونه یې د ۶ څخه تر ۱۲ کلونو پورې دي هم وژل شوي دي.

د سیمه ییزو پولیسو مشر، طارق حبیب د فرانس پرس خبري اژانس ته ویلي، لومړنۍ څېړنې ښيي چې دغه ډله ییزه وژنه له ترهګرۍ سره هیڅ تړاو نه لري.

د خيبر پښتونخوا د پوليسو يو بل مقام، مامور شاه وويل، چې د وژل شويو کسانو پر بدن د چړو او ګولیو ټپونه وو. هغه دا شونې وګڼله چې دغه کسان دې د "شخصي دښمنۍ" په پایله کې وژل شوي وي، خو زیاته یې کړه چې ددغه پيښې د انګیزې د معلومولو لپاره پلټنې روانې دي.

د لکی مروت پولیسو په یوې خبرپاڼې کې ویلي، چې د دغې پېښې 'عامل یا عاملین' له سیمې تښتېدلي او د نیولو هڅې یې روانې دي.

د پاکستان خیبر پښتونخوا په ځانګړې توګه د لکې مروت سیمه تل د ناامنیو او امنیتي پېښو شاهده ده.

د تېر کال په مارچ میاشت کې په خیبر پښتونخوا کې د یوه ځايي سیاستوال په ګډون ۱۱ کسان په ورته پيښه کې ووژل شول. د دې پیښې انګیزه، اوږدمهاله شخصي او کورنۍ دښمني وبلل شوه.

همداراز د تېر کال په مې مياشت کې د دوو کليو د اوسېدونکو ترمنځ د ځمکې پر سر د شخړې له امله ١٦ تنه ووژل شول.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG