د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان پولیس وایي د دوو ښځو د قتل په تور یې شپږ کسان نیولي 


د پاکستان پولیسو وايی د دوو ښځو د قتل په تور یې شپږ کسان نیولي
د پاکستان پولیسو وايی د دوو ښځو د قتل په تور یې شپږ کسان نیولي

په پاکستان کې پولیس مقامات وايي چې نن یکشنبه مۍ ۲۲(غبرګولي لومړۍ) د دوو نجونو د قتل په تور یې د یوې کورنۍ شپږ غړي نیولي دي.

د پولیسو په وینا په نیول شویو کسانو کې د وژل شویو ښځو مېړونه، ورور، کاکا، د کاکا زوی او د مېړونو پلاران یې شامل دي.

په دغې پېښې کې دوه نور کسان هم تورن دي چې لا نیول شوي نه دي. پېښه د جمعې په ورځ د پاکستان د کجرات په ښار کې شوې وه.

د نجونو نومونه انیسه عباس (۲۴) او عروج عباس (۲۱) ښودل شوي دي. تر دې مخکې پولیسو ویلي چې د دې قتبل په اړه تحقیقات کوي.

د ګجرات د پولیسو ویاند نعمان حسن د فرانسې خبري اژانس ته ویلي وو چې دغو ښځو له خپلو مېړونو څخه د جلا کېدو هلې ځلې کولې. پولیس وايي دا ښځې په اسپانیا کې اوسېدلې او پاکستان ته له وربلل کېدو وروسته د جمعې په ماښام زندۍ او بیا په ډزو وژل شوې دي. پولیس وایي هغوې تر مرګ مخکې شکنجه شوې هم دي.

ښاغلی حسن وايي‌: «کورنۍ یوه کیسه جوړه کړې وه چې هغوی وهڅوي څو ورځو ته پاکستان ته راشي. لومړنۍ څیړنې ښي چې دا ناموسي وژنې دي، خو قضیه لا پراخیږي او تحقیقات روان دي.»
پولیسو ویلي دغه میرمنې همدارنګه د خپلو میړونو له خوا چې د ترور "عمه" زامن دي هسپانیا ته د هغوې د بیولو له امله تر "فشار" لاندې وو.
پاکستان یو سخت محافظه کار هیواد بلل کېږي او ډېر کله په کې ښځې او نجونې «کورنیو ته د شرم اړولو په تور» وژل کېږي اوشکنجه کېږي.
د پاکستان د بشري حقونو د کمیسیون د معلوماتو له مخې تیر کال په پاکستان کې د ناموسي قتلونو څه باندې ۴۵۰ موارد ثبت شوي دي.
د دا ډول پیښو اکثریت قربانۍ میرمنې دي او تر ډیره یې راپور هم نه ورکول کیږي.

XS
SM
MD
LG