د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې د عمران خان د پلویانو مظاهرې؛ پولیسو لسګونه کسان نیولي


پولیسو د کراچۍ په ښار کې د عمران خان تر شلو ډیر پلویان نیولي دي.
پولیسو د کراچۍ په ښار کې د عمران خان تر شلو ډیر پلویان نیولي دي.

په پاکستان کې د پخواني صدراعظم عمران خان لسګونو زرو پلویانو یکشنبه جنوري ۲۸ مه (سلواغې اتمه) پداسې حال کې مظاهرې وکړې چې د دولت لخوا د دې ګوند د غړیو او پلویانو ځپل روان دي.

د عمران خان پلویانو پدې مظاهرو کې هوډ څرګند کړ چې د روان کال د فبروري میاشتې په اتمې نیټې به د خپل ګوند کاندیدانو ته رایې ورکوي.

سره له دې چې وار د مخه پدې انتخاباتو کې د ټګۍ برګۍ او پدې بهیر کې د پوځ د لاسوهنې ادعاوې شوي، خو ۷۱ کلن عمران خان چې د فساد یوې قضیې کې د محکوم کیدو له کبله بندي دی، د خپل تحریک انصاف ګوند کاندیدانو څخه غوښتي چې انتخاباتي غونډې وکړي او رایه ورکوونکي وهڅوي چې په ملي او ولایتي انتخاباتو کې برخه واخلي.

د یکشنبې مظاهرو څخه څرګندیږي چې د عمران خان پلویانو د هغه غږ ته مثبت ځواب ویلی او لا هم په خلکو کې محبوبیت لري.

د عامه نظر پوښتنو څخه داسې څرګندیږي چې عمران خان لا هم په پاکستان کې تر ټولو مشهور سیاستوال او د تحریک انصاف ګوند په ملي کچه تر ټولو ستر ګوند دی.

پولیسو د کراچۍ په ښار کې د عمران خان د زرګونو پلویانو پر ضد چې د مظاهرې لپاره راوتلي وو، د اوښکي بهونکي ګاز او ډنډو څخه کار واخیست تر څو هغوی خواره واره کړي.

په مطبوعاتي راپورونو کې ویل شوي چې پولیسو تر شلو ډیر مظاهره کوونکي نیولي دي، خو لا معلومه نده چې هغوی یې د کوم تور له کبله نیولي دي. پولیس استدلال کوي چې د تحریک انصاف ګوند مشرانو د دې مظاهرې د کولو لپاره اجازه نه وه اخیستې.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشرانو د کراچۍ په ښار کې د مظاهره چیانو ځپل غندلي او دا یې یو "تر ټولو شرمناک" عمل بللی دی.

د کراچۍ تر څنګ د لاهور، راولپنډۍ، پیښور، فیصل اباد او یو شمیر نورو ښارونو کې هم د عمران خان پلویانو د یکشنبې په ورځ مظاهرې کړي. د کراچۍ پرته په نورو ښارونو کې پرونۍ مظاهرې په سوله ایزه توګه پای ته ورسیدې.

دا مظاهرې داسې مهال شوي چې د پاکستان د سرپرست صدراعظم انوارالحق کاکړ په حکومت دا تورونه ډیر شوي چې د انتخاباتو وړاندې یې د بیان په ازادۍ محدودیتونه ډیر کړي.

د پاکستان فدرالي تحقیقاتو ادارې لسګونه پاکستاني خبریالان، سیاسي مبصرین او د یوټیوب چینلونو چلوونکي په دې تیرې اوونۍ کې په دې تورونو نیولي چې د سترې محکمې قاضیانو په خلاف یې په ټولنیزو شبکو کې ناوړه کمپاینونه کړي.

د پاکستان د اطلاعاتو سرپرست وزیر مرتضی سولنګي هم په یو خبري کنفرانس کې د یکشنبې په ورځ تائید کړه چې د فدرالي تحقیقاتو ادارې خبریالانو ته خبرداري ورکړي دي.

ښاغلي سولنګي وویل: " پلټنې روانې دي. مونږ سلګونه حسابونه څارو او د هغوی پر ضد به اقدام وشي."

دې پاکستاني چارواکي په خبري کنفرانس کې دا هم وویل چې د قضائیه قوې په خلاف تر ۵۰۰ ډیرو حسابونو په ټولنیزو شبکو کې په دې کمپاین کې برخه اخیستې وه.

په پاکستان کې خپلواکو خبریالانو او منتقدینو په سترې محکمې وروسته له هغه انتقادونه وکړل چې د تحریک انصاف ګوند ته یې په عمومي انتخاباتو کې د کرکټ بیټ څخه د انتخاباتي سمبول نه ورکولو پریکړه وکړه.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG