د لاس رسي وړ اتصالات

د خیبر مزدورکاران: د طالبانو حکومت مو د افغانستان غاړې ته نه پریږدي


د تورخم پوله
د تورخم پوله

د خیبر پښتونخوا د خیبر ولسوالۍ په سلګونو پنډيانو چې پر ډیورنډ کرښه د تورخم یوې بلې غاړې ته غوټې یا ګنډې تېروي په افغانستان کې د واکمنو طالب مقاماتو پر ضد اعتراضیه غونډه پیل کړې ده.

دغه مزدورکاران وايي چې پر خپلو پاکستانیو پاسپورټونو د افغانستان ویزې لري، خو بیا یې هم طالب چارواکي په تورخم کې د افغانستان غاړې ته یې نه پرېږدي.

په پیښور کې د طالبانو تر کنترول لاندې د افغانستان قونسلګرۍ یو مقام د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته وویل چې،” په دې اړه به له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي، نو تر هغه وروسته به یوه کړنلاره جوړوي. “

د خیبر ولسوالۍ ګنډې وړونکي کاریګر وايي، چې د روژې په میاشت کې نه یوازې د دوی ورځنۍ مزدوري په ټپه ولاړه ده، بلکې د کرښې د پورې غاړې د افغانستان ګنډې وړونکي هم له ورته حالاتو سره مخامخ دي. د دوی په وینا هغوی هم د پاکستان ویزې لري، خو پر تورخم یې نه راپرېږدي.

د خیبر د مزدور کارانو ټولنې له لوري په اعتراضیه غونډه کې یو ګډونوال شېرزمان امریکا غږ ته وویل، چې دوی غواړي د پخوا په څېر ورته د تګ اجازه ورکړل شي، چې خپل روزګار پیل کړي.

هغه وویل: ”له موږ سره د افغانستان د درېوو میاشتو او له ځینو سره د شپږو میاشتو ویزې شته، موږ له پاکستان نه یو شمېر خوراکي توکي افغانستان ته وړل او له هغې غاړې به مو ځینې خوراکي توکي پاکستان ته راوړل، نو یو څه مزدوري به راته پاتې کېده، خو اوس پینځلس ورځې وشوې چې مزدوري مو نه ده کړې او بې روزګاره ناست یو. “

د خیبر ولسوالۍ د مزدور کارانو ټولنې یو پخواني مشر فرمان الله شینواري له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل، نیږدې شپږ سوه مزدوران دي چې کار روزګار یې له افغانستان سره تړلی دی خو اوس یې طالبانو پر ورتګ بندیز لګولی دی.

نوموړي له طالب چارواکو وغوښتل چې د خیبر ولسوالۍ پر مزدورانو لګېدلی بندیز دې ژر تر ژره لیرې کړي چې د روژې په میاشت کې خپلو بې وزله کورنیو ته یوه ګوله ډوډۍ پیدا کړي.

بلخوا د پاکستان حکومت د تورخم په لار هم ځای په ځای لوحې لګولي او اعلان يې کړې دی چې د روانې مارچ میاشتې له ۳۱مې نېټې وروسته هیڅ یو افغان ډرایور او ناروغ بې له ویزې او پاسپورټه پاکستان ته تګ نشي کولای.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG