د لاس رسي وړ اتصالات

د چمن - سپین بولدک لار د څه باندې دریو میاشتو تړلو وروسته پرانیستل شوه


د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي وايي چې د چمن - سپین بولدک سرحدي لار د څه باندې دریو میاشتو تړل کیدو وروسته د سوداګرو او پرلت کوونکو ترمنځ د خبرو په پایله کې د تیرو دوو ورځو راهیسې د سوداګرۍ او ترانزیټ پرمخ پرانیستل شوې ده.

ددغې خونې د مدیره پلاوي غړي خان جان الکوزي د سه شنبې په ورځ مارچ پنځمه ( کب ۱۵) امریکا غږ ته وویل چې دا لار په چمن کې د ولسي پرلت کوونکو سره د سوداګرو او د سیمې د اوسیدونکو د خبرو او هڅو په پایله کې پرانیستل شوې ده.

الکوزي وویل: "د سوداګرۍ خونه خوشاله ده چې په چمن کې ولسونو زمونږ خبرو او وړاندیزونو ته لبیک ووایه، ددې لپاره چې وخت تیر شو او مونږ زیات زیان ولید، د کندهار د انارو، میوو او سبزۍ درې میاشتې موسم و، له کراچۍ زمونږ کانټینرونه راغلي و، درې میاشتې پاتې شو ۱۰ زرو څخه تر ۲۰ زرو پورې یې خاک پولي ورکړه".

خان جان الکوزي وویل چې پاکستاني سوداګرو هم خورا زیات مالي زیان لیدلی دی، ددې لپاره چې د چمن په سرحدي لار د دغه هیواد ترانسپورټ فلج شوی و او منځنۍ اسیا ته د پاکستان ترانزیټ په پشپړ ډول دریدلی و.

هغه وویل چې دا لار دوه ورځې دمخه پرانیستل شوې او تراوسه که څه هم په لار د تګ راتګ پر مهال ګڼه ګوڼه ډیره زیاته ده، خو لار پرانیستې ده او تر اوسه کوم مشکل نه دی پیښ شوی.

د پاکستان د لنډ مهاله حکومت د پریکړې له مخې، د ۲۰۲۳ کال د نومبر د میاشتې له لومړۍ ورځې وروسته به دغه هیواد ته د پاسپورت او ویزې پرته هیڅ افغان ته د ننوتلو اجازه ورنکړل شي. د پاکستان حکومت د "یو سند" د کړنلارې هدف دغه هیواد ته د تروریستانو او قاچاقبرانو د ننوتلو مخنیوی ښودلی وو.

د پاکستان د حکومت ددې پریکړې سره د مخالفت لپاره د چمن - سپین بولدک په لار زرګونو اوسیدونکو پرلت پیل کړ او دا لار یې د هرډول تګ راتګ پرمخ وتړله.

په چمن کې پرلت کوونکو د پاکستان له حکومت غوښتل چې پر دغه لار دې د پخوا په څیر د پاسپورت او ویزې پرته د تګ راتګ ته اجازه ورکړي.

د پاکستان د حکومت ددغې پریکړې دمخه پر دغه لار هره ورځ شاوخوا ۱۵ زرو پورې کسانو د پاسپورټ او ویزې پرته د دواړو هیوادونوترمنځ تګ راتګ کوه. دغو کسانو د سپین بولدک د ویش بازار ته مالونه انتقالول چې ددغې سیمې اوسیدونکو لپاره د عاید د ترلاسه کولو یوه ښه منع وه.

د طالبانو حکومت هم د پاکستان د حکومت د "یو سند" د کړنلارې سره مخالفت ښودلی و او د پاکستان څخه یې د پخوا په څیر پر دغې لارې د پاسپورټ او ویزې پرته د خلکو په تګ راتګ باندې ټینګار کړی وو.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د نړۍ د نورو برخو په څیر پاکستان هم غواړي چې دا ډاډ ترلاسه کړي چې د افغانستان سره د تګ راتګ په برخه کې هم تګ راتګ د پاسپورټ او ویزې پر اساس ترسره شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG