د لاس رسي وړ اتصالات

په پاکستان کې د افغان کډوالو اتیا سلنه ماشومان ښوونځيو ته نه ځي


عکس: ارشیف - په پاکستان کې میشت افغان ماشومان
عکس: ارشیف - په پاکستان کې میشت افغان ماشومان

په پاکستان کې د تعلیم په برخه کې یوه فعاله غیر دولتي اداره الف اعلان وايي، چې په دغه هېواد کې د افغان کډوالو په کېمپونو او له کېمپونو بهر څه نا څه پینځه لکه اویا زره (۵۷۰۰۰۰) ماشومان چې عمرونه یې له پینځو تر شپاړلس کلونو دی، ښوونځیو ته نه ځي.

د دغې ادارې په وینا دغه شمېرې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې سره هم ثبت دي.

د یادې اداې یو کارکوونکي عمر اورکزي له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل، چې د راجسټر افغان ماشومانو پرته په سلګونه زره نور هم ښوونځیو ته نه ځي چې د اټکل له مخې شمېر ښايي تر لس لکو زیات وي.

اورکزی زیاتوي چې د افغان کډوالو اکثر ماشومان ښوونځيو ته ځکه نه ځي چې کورنۍ یې په پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد نلري، نو چې اسناد نه وي په ښوونځیو کې داخلې هم نه ورکول کېږی.

عمر اورکزی زیاتوي چې په کېمپونو کې میشت د افغان کډوالو ماشومانو ته په ښوونځيو کې د داخلې لپاره د اسنادو اړتیا نه وي، خو له کېمپونو بهر ترې په سرکاري او شخصي ښوونځیو کې اسناد غواړي.

د (الف اعلان) د ادارې چارواکی عمر اورکزی وايي، پاکستان ته په ورغلیو کډوالو کې اکثریت هغه خلک دي چې هغوی د بې وزلۍ تر کچې لاندې ژوند کوی، نو هغوی ته د ورځې ګوله ډوډۍ موندل پکار وي. ځکه خو یې ماشومان په رستورانونو، مستري خانو کې کار کوي، او اکثریت یې کباړ راټولوي. په بلوچستان کې د افغان کډوالو ماشومان په بس اډو کې، د ډبرو سکرو په کانونو کې یا د چمن – بولدک ترمینځ او داسې په تورخم کې پر پوله مزدروي کوي.

په پاکستان کې راپورونه وايي چې له تېرو څو کلونو راهیسې په دغه هېواد کې د غربت کچه زیاته شوې چې له کبله یې نه یوازې ځايي ولس اغېزمن شوی دی بلکې پر افغان کډوالو یې هم اغېز دوه چنده زیات شوی دی.

د زیاتې غریبۍ له وجې ډېری کورنۍ نه شي کولای چې خپل ماشومان ښوونځيو ته ولېږي.

د افغان کډوالو کېمپونو کې ښوونځي نشته

د خیبر پښتوخوا په هري پور کې د افغان کډوالو د یو ښوونځي مشر معلم محمد طاهر امریکا غږ ته وویل، په ماشومانو کې د تعلیم کچه د ځینو لاملونو له کبله ټیټه شوې ده، چې یو پکې د نصاب اړول، بل په ډېری کېمپونو کې تر پینځم ټولګي پورته ښوونځيو نشتون دی.

محمد طاهروویل: ”زموږ د هري پور په کېمپونو کې یوویشت ښوونځي دي چې پکې اووه ښوونځي ښوونځي د انجونو دي نو دغه ښوونځي هم لږ دي نو دا وجه هم ده چې ماشومان له ښوونځیو بهر دي. “

معلم محمد طاهر زیاتوي چې له ښوونځيو بهر ډېری ماشومان په دوکانونو کې مزدورۍ کوي یا پرې کباړ راټولوي.

د مردان په جلاله کې د افغان کډوالو کېمپ کې د اتو لوڼو او د یو زوی پلار عبدالرحان چې خپله د دوو لاسو مزدوري او زوی یې کباړ راټولوي له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل، د بې وسۍ او غریبۍ له لاسه په بچیانو زده کړې نشي کولای، ”زه او زوی مې په ګډه کور ساتو، ډېر د مشکل ژوند تېروو. “

په پېښور کې د ماشومانو حقونو لپاره کارکونکی عمران ټکر امریکا غږ ته وویل چې دا مهال نږدې اتیا سلنه د افغان کډوالو ماشومان له ښوونځيو بهر دی، چې لوی شمېر یې نجونې دي.

نوموړی زیاتوي چې د افغان ماشومانو د زده کړو په لار کې لوی خنډ د هغوی بد اقتصادي وضعیت دی.

عمران ټکر وویل: "که تر شپږو کلونو بره ماشوم مزدوري ونکړي نو د کور ضرورتونه یې نه پوره کېږي. “

ښاغلی ټکر هم دا خبره کوي چې د افغان کډوالو لپاره د هغوی د شمېر په کچه ښوونځي نشته.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG