د لاس رسي وړ اتصالات

افغان زده کوونکي: که پاکستان واېستلو، زده کړې به مو نیمګړې پاتې شي


په خیبر پښتونخوا کې میشت ځینې افغان کډوال وايي چې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته یې خپل هېواد یوازې د خپلو لوڼو او زامنو د زده کړو لپاره پرېښی و خو د پاکستان دولت له لوري د بیرته ستنولو پرېکړې اندېښمن کړي چې په دې سره به یې د بچیانو زده کړې نیمګړې پاتې شي.

په ۲۰۲۱ کال په افغانستان کې د جمهوریت تر نسکورېدو پس طالبانو په هغه هېواد کې د نجونو پر لوړو زده کړو بندیز ولګاوه چې له کبله یې په میلیونه نجونو پر کور ناستې دي.

د افغانستان د کندوز ولایت محمد رحمان چې دا وخت په پېښور کې ژوند کوي، امریکا غږ ته وویل، دلته یې اولادونو درسونه پیل کړي دي. د نوموړي په وینا چې له ډېرو کړاونو وروسته په ښوونځیو کې داخل شوي دي: "اوس مو د پاکستان دولت باسي او د اولادونو زده کړې به په نیمايي کې پاتې شي."

د محمد رحمان لور ګل څانګې امریکا غږ ته وویل: "په افغانستان د پوهنتون زده کوونکې وم، خو چې د طالبانو رژیم راغلی نو پر موږ یې د پوهنتونونو دروازې بندې کړې."

ګل څانګه زیاتوي، بیا یې د خپل پوهنتون دروازه ونه لیدله چې درسونه روان دي که تړل شوي دي. دا وايي، ټول شپږ وروڼه خویندې دي او اوس د پېښور په شخصي تعلیمي ادارو کې خپلې زده کړې کوي.

د پېښور په خیبر طب پوهنتون کې د ننګرهار صمیم احمد چې د عامه روغتیا په برخه کې په خپل شخصی لګښت ماستري کوي، امریکا غږ ته وویل، چې په پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد (پي او ار) هم لري خو د پاکستان دولت له لوري د افغان کډوالو د ستنولو پرېکړې سخت اندېښمن کړی دی.

نوموړی د پاکستان پر حکومت غږ وکړ چې د دوی ستونزې دې په پام کې وساتي او د خپلو زده کړو تر بشپړولو دې یې پرېږدي. دی زیاتوي: "که واېستل شو نو ټوله خواري به مو اوبه یوسي."

دا له هغې وروسته چې د ۲۰۲۳ کال د جون په میاشت کې د افغان کډوالو د "پي او ار" کارتونو نېټه پای ته رسېدلې وه او دا رنګ هم په دغه کال د اکتوبر په میاشت کې د پاکستان حکومت په دغه هېواد کې میشت غېر راجسټر افغان کډوالو ته د اکتوبر تر ۳۱مې نېټې پورې له پاکستان څخه د وتو امر کړی وو.

بل پلو د خیبر پښتونخوا د کورنیو چارو وزارت د تازه شمېرو له مخې تر اوسه یوازې د دې ایالت له بېلابېلو سیمو څخه ټول ۲۹۲۵۶۳ افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې یو ان اچ سي ار په وینا په پاکستان کې دا مهال شاوخوا ۱۴ لکه راجسټر او په همدومره شمېر کې غیرجسټر افغان کډوال میشت دي.

د پاکستان حکومت وايي، د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته دغه هېواد ته نور سلګونه زره افغان کډوال ورغلي چې په دې سره د بې اسناده افغان کډوالو شمېر ۱.۴ میلیونه ته رسېږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG