د لاس رسي وړ اتصالات

د کارګرانو نړیواله ورځ؛ پاکستان کې افغان کارګران په سختو شرایطو کې مزدوري کوي


عکس ارشیف
عکس ارشیف

نن د می میاشتې لومړۍ نېټه د خواریکښانو او کارګرانو نړیواله ورځ ده چې له دوی سره د پیوستون په توګه نمانځل کېږي، په دې ورځ یې د ستړي او ستومانه ژوند په باب د عامه پوهاوي لپاره غونډې او لاریونونه کېږي او په نړیواله کچه د دوی زیار ستایل کېږي.

په ۱۹مه پېړۍ کې له نن څخه ۱۳۸ کاله وړاندې د امریکا په شکاکو کې کارګرانو د ورځې د اته ساعته کاري مهالوېش او د مناسب معاش او خوندي کاري چاپېریال غوښتنه کوله او د اوږدو مبارزو وروسته کارګرانو تر ډیره دا حق ترلاسه کړ، خو دا په داسې حال کې دي چې ځینې افغان کارګران نه د کارګرانو په ورځ خبر دي او نه هم د خپلې رخصتۍ ورځ پېژني.

د پاکستان د پنجاب ایالت په پنډۍ ښار کې یوه افغان کډوال سمیع الله د مېوو خرڅولو لاس ګاډۍ لري. نوموړی د ننګرهار ولایت د ښېوې ولسوالۍ دی، له امریکا غږ سره په خبرو کې یې ویل چې دی خو بیخي خبر نه دی چې نن د دوی نړیواله ورځ ده.

دی یوازې په دې خبر دی چې ماښام خپلو بچو ته ګوله ډوډۍ څنګه وګټي.

هغه وویل: ”زموږ د حقونو په اړه زموږ په هیواد کې څوک خبر نه دي نو په پاکستان کې د کډوالو به څوک څه پوښتنه وکړي، پوښتنه خو لا پرېږده هره ورځ مو د پنجاب پولیس کله د ترهګرو او کله د کډوالو په نامه ځوروي. “

سمیع الله زیاتوي چې د ژوند په یوه خوشالۍ نه دی خبر، بس یوازې هم دا مزدوري پېژني،”سهار د ملا د بانګ مهال د مېوو منډۍ ته ځم، د شپې تر دولس بجو پورې خواري کوو، موږ خو په رڼا ورځ تراوسه خپل بچیان هم نه دي لیدلي نو د ورځو نه به څه خبر شو.“

د پنډۍ د خښتو په بټۍ کې د افغانستان د ننګرهار ولایت محمد جمیل وايي، د خښتو د بټۍ مزدوري تر ټولو سخت خواري ده. ”زموږ یوازې د جمعې په ورځ رخصتي وي، موږ له نورو رخصتو څخه خبر هم نه یو او نه په دې خبر یو چې د می په لومړۍ نېټه دا رخصتي ولې ده او په څه وجه ده، بس په دې خبر یو چې په دې ورځ یوازې د افسرانو او غټانو رخصتي وي.“

محمد جمیل زیاتوي خواريکښان خو د شپې هم خواريکښ وي او د ورځې هم، دوی یوازې د خپلو اولادونو د ولږې غم خوري.

د خواري کښانو نړیواله ورځ هر کال د می میاشتې په لومړۍ نېټه په ټوله نړۍ کې نمانځل کېږي. کارګران او خواریکښان پدې ورځ د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د لاریونونو او مظاهرو په ترڅ کې د ښه کاري ماهول، ښه مزد او ښه کاري شراطو غوښتنه کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG