د لاس رسي وړ اتصالات

شنونکي: د پاکستان پارلمان لخوا د امريکا د استازو جرګې د پرېکړه ليک غندنې یو پيغام درلود


پاکستان کې د روان ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ په اتم پارلماني انتخابات شوي وو.
پاکستان کې د روان ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ په اتم پارلماني انتخابات شوي وو.

د پاکستان ملي پارلمان د جون پر ۲۸ (چنګاښ اتم) په غوڅ اکثریت سره د هغه هېواد په انتخاباتو کې د "لاسوهنو او غیر قانوني کړنو" د ادعاو په اړه د متحده ايالاتو د کانګرس د استازو جرګې پرېکړه ليک غندلی او د هغه خلاف يې يو پرېکړه ليک تصويب کړی دی.

په هغه پرېکړه ليک کې ویل شوي چې د پاکستان پارلمان د امريکا د ولسي جرګې پر پرېکړه ليک "اندېښنه" څرګنده کوي او په پاکستان کې د فبرورۍ پر اتمه په شويو عمومي انتخاباتو کې د ولس د رایو اچولو په اړه پر څرګندونو ورته "تشویش" دی.

دا له هغه وروسته ده چې د امريکا کانګرس د استازو جرګې د جون پر ۲۵مه په "پاکستان کې د جمهوریت او بشري حقونو ملاتړ" تر سرلیک لاندې په تصويب شوي پرېکړه ليک کې غوښتنه شوې وه چې په پاکستان کې دې د فبرورۍ پر اتمه په شویو عامو انتخاباتو کې د بې نظمیو یا لاسوهنې" د ادعاوو "بشپړ او خپلواک" تحقیقات وشي.

د پاکستان ملي پارلمان په پرېکړه ليک کې ويل شوي چې د امریکا د متحده ايالاتو د استازو جرګې پرېکړه ليک له حقیقت سره هيڅ تړاو نه لري.

دا چې دا پرېکړه ليک امریکا ته څه پيغام لېږدوي او د دې به څه اغېز وي؟ په دې اړه د سیاسي چارو پوه ډاکټر اعجاز احمد خان له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل چې د پاکستان لخوا د امريکا د استازو جرګې د پرېکړه ليک خلاف بل پرېکړه ليک تصويبول واشنګټن ته د اسلام اباد ځواب وو. "دا مسله ډېره ډاګيزه شوه او پاکستان پر دې [مسله] غلی نشو پاتې کېدلی."

ډاکټر اعجاز خان زياتوي چې دواړه پرېکړه ليکونه به پر پاکستان او امريکا څه خاص اغېز ونه لري ځکه د هغه په وينا امریکا د پاکستان په انتخاباتو کې د ادعا شویو درغلیو په باب پلټنې نه شي کولای. "دا د امریکا د استازیو جرګې لخوا یو سیاسي خوځښت وو، نور له دې پرته یې زیات اغېز نشته، او د پاکستان لخوا هم یوازې د هغوی پرېکړه لیک ته په پرېکړه لیک کې ځواب وویل شو. "

په پاکستان کې زیاتره ګوندونو د فبرورۍ د اتمې په عامو انتخاباتو کې د پراخو درغليو تورونه پورې کړي او زياته کړې يې ده چې ددغه هیواد پوځ په دغو انتخاباتو کې زياتې لاسوهنې وکړې او انتخاباتي نتيجې يې بدلې کړې. خو پوځ دا ادعاوې رد کړي دي. بلخوا انتخاباتي کميسيون هم په وار وار ټینګار کړی چې عام انتخابات په بشپړ ډول "راڼه، بې پرې او عادلانه" وو.

د پاکستان په تېرو انتخاباتو کې د درغلۍ د تورونو په اړه شنونکی او خبریال شمیم شاهد وايي، د امریکا او نورې نړۍ له لوري د پاکستان په انتخاباتو کې د درغلیو په اړه اندېښنې پر ځای دي.

نوموړي له امریکا غږ سره په خبرو کې زياته کړه. "دا ریښتیا ده چې د پاکستان په انتخاباتو کې درغلۍ شوې وې، چې چا [انتخابات] ګټلي دي، هغوی هم خپه دي او چې چا بالیلي دي، هغوی هم خپه دي."

د شميم شاهد په وينا، د امريکا او نړيوالو له لخوا د پاکستان پر انتخاباتو اعتراض پورته کول "د پاکستان د ښې لپاره دی، د بدې لپاره يې نه دی. "

د امريکا د استازو جرګې په خپل پرېکړه ليک کې کې پر ولسمشر جو بایډن غږ کړی چې له "پاکستان سره دې د ولسواکۍ، بشري حقونو او د قانون د واکمنۍ په پر ځای کولو کې ګډه همکاري وکړي."

خو د پاکستان ملي پارلمان په پرېکړه ليک کې راغلي چې "پاکستان یو ازاد او خودمختار هېواد دی او په خپلو کورنیو چارو کې لاسوهنه په هېڅ صورت نه شي زغملای."

په پرېکړه ليک کې دا هم ویل شوي چې "پاکستان له امریکا سره ښې دوه اړخیزې اړېکې غواړي او په راتلونکي کې له استازو جرګې د مثبت رول تمه لری."

بل پلو د پاکستان په پارلمان کې د حکومت مخالفه تحریک انصاف ګوند مشرانو د کانګرس د استازو جرګې د پرېکړه ليک ملاتړ کړی او له هغه سره يې همږغي ښوولې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG