د لاس رسي وړ اتصالات

پولیسو د عمران خان لسګونه پلویان نیولي


د پاکستان د پنجاب په ولایت کې پولیسو یکشنبه مارچ لسمه (کب ۲۰) د پخواني صدراعظم عمران خان لسګونه پلویان چې په پارلماني انتخاباتو کې د شویو درغلیو پر ضد یې لاریونونه کول، نیولي دي.

د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند ویلي چې مظاهرې یې سوله ایزې وې.

ځینې ویډیوګانې او انځورونه چې په تلویزیونونو کې خپاره شوي، پکې ښودل کیږي چې پولیس د پي ټي آی جګپوړي مشران او کار کوونکي د لاهور په ښار کې نیسي.

دې ګوند په یوې اعلامیې کې ویلي چې تر ۱۰۰ ډیر غړي یې پولیسو نیولي دي او ادعا لري چې هغوي په پارلماني انتخاباتو کې د "ټګیو او واک غلا" پر ضد سوله ایزې مظاهرې کولې.

د پي ټي آی په اعلامیې کې د پولیسو دا کړنه غندل شوې او په سمدستي توګه د ټولو نیول شویو کسانو د خوشې کیدوغوښتنه یې کړې.


د ګوند په اعلامیې کې ویل شوي چې د پاکستان اساسي قانون له مخې سوله ایزه مظاهره کولو د دې هیواد د وکړو حق دی. په اعلامیې کې د شهباز شریف په مشرۍ حکومت "وارد شوی" بلل شوی او دا یې هم ویلي چې دا حکومت ټول هغه کسان نیسي او په کورونو یې چاپې اچول کیږي چې د حکومت پر ضد غږ پورته کوي.

تر انتخاباتو وړاندې هم پاکستاني چارواکو د عمران خان د ګوند کاندیدان، غړي او مشران ځورول او ادعا کیږي چې دا کار یې د پوځ په لمسون کاوه خو پوځ وایي چې په انتخاباتو کې د امنیت ساتلو پرته یې بل هیڅ لاس نه درلود.

د پاکستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون هم د حکومت دا کړنه غندلې.

دې کمیسیون په یوې اعلامیې کې چې د اکس په شبکې کې خپره کړې ویلي چې د پاکستان ټول وګړي پرته لدې چې د کوم سیاسي ګوند سره تړاو لري، په اساسي قانون کې په آزاده او سوله ایز توګه غونډې کولو حق لري.

په اعلامیې کې د پنجاب له حکومت غوښتل شوي چې که غواړي په دولت د خلکو باور بیرت ژوندی شي، باید د سیاسي مخالفینو د حقونو درناوی وکړي.

د عمران خان ګوند ادعا لري چې په انتخاباتو کې یې تر بل هر ګوند ډیرې څوکۍ ګټلي خو د لاسوهنو او ټګیو برګیو له کبله د هغوي رایې کمې شوي. د دې ګوند پلویانو د پاکستان په بیلا بیلو ښارونو کې مظاهرې کړي او د رایو نتیجو پر ضد یې په محکمو کې عریضې هم کړیدي.

د تحریک انصاف ملاتړې ادعا کوي چې د فبرورۍ په ټاکنو کې پراخې درغلۍ شوي دي. په دغو ټاکنو کې له ګډون څخه د تحریک انصاف ګوند منع شوی و او کاندیدان یې مجبور شول چې په خپلواک ډول په ټاکنو کې برخه واخلي.

د متحده ایالاتو او اروپایي اتحادیې په ګډون ګڼ شمیر هیوادونو په پاکستان کې په انتخاباتو کې د درغلیو په هکله د بشپړو پلټنو غوښتنه شوې خو پاکستاني چارواکي بیا پدې انتخاباتو کې د بهرنیانو انتقادونه نه مني او ادعا لري چې انتخابات آزاد او عادلانه و.

په پارلماني انتخاباتو کې چې د فبروري میاشتې په اتمې نیټې وشول، هیڅ ګوند ونشو کړی چې اکثریت څوکۍ وګټي او په همدې خاطر د مسلیګ لیګ نواز او پاکستان پیپلز ګوند ائتلافي حکومت جوړ کړ چې صدراعظم پکې شهباز شریف او جمهور رئیس بیا آصف علي زداري شو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG