د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان په "ټاکنو کې د بې نظمۍ" په اړه د امریکا خبرداری رد کړ


د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویانده ممتاز زهرا بلوچ
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویانده ممتاز زهرا بلوچ

پاکستان د پنجشنبې په ورځ مارچ ۲۱ (وري دوهمه) د امریکا هغه خبرداری رد کړ چې که د تېرې میاشتې په انتخاباتو کې د بې نظمیو ارزونه ونه شي د دواړو هېوادونو اړیکې به زیانمنې شي.

په پاکستان کې د فبرورۍ د اتمې پارلماني ټولټاکنې چې خپلواکو خو د پاکستان تحریک انصاف سره تړلو کاندیدانو په کې اکثریت څوکۍ وګټلې، د ټاکنو له ترسره کیدو مخکې او د ټاکنو په ترڅ کې د درغلیو د تورونو سره مل وې.

د جنوبي اسیا په چارو کې د امریکا لوړ پوړي سفیر ډونالډ لو د چهارشنبې په ورځ د امریکا د پارلمان غړو ته وویل، که پاکستان د دغه هېواد په پارلماني ټاکنو کې د بې نظمیو په اړه پلټنې ونه کړي، د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې به ترینګلې شي.

هغه زیاته کړه چې واشنګټن په پاکستان کې د فبرورۍ د اتمې نیټې د انتخاباتو د ترسره کیدو د بهیر او د ایکس شبکې دوامدار نه فعال کیدو په ګډون په مطبوعاتو او ټولنیزو رسنیو کې د روانې ګډوډۍ په اړه "جدي اندیښنې" لري.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ نن وویل چې د جنوبي اسیا لپاره د امریکا د سفیر ډونالډ لو خبرداری "د پاکستان د سیاسي وضعیت او د دغه هېواد د ټاکنیزو قوانینو په اړه ناسم پوهاوی څرګندوي".

هغې په پلازمینه اسلام آباد کې خبریالانو ته وویل: "موږ هیله لرو چې سوتفاهم د له منځه وړلو لپاره له متحده ایالاتو سره په سیاسي خبرو کې برخه واخلو ترڅو دواړه هیوادونه د سیمه ایزې همکارۍ پرمخ بیولو ته دوام ورکړي."

ډونالډ لو د چهارشنبې په ورځ وویل، که د پاکستان د انتخاباتو کمیسیون ومومي چې په انتخاباتو کې درغلۍ شوي، نو باید په مشخصو سیمو کې بیا انتخابات وشي.

هغه زیاته کړه: "موږ له دې هېواد سره له ۷۶ کلونو راهیسې مشارکت درولودلی. که پاکستان د خپل اساسي قانون د ساتلو لپاره دموکراتیک بهیر ونه لري، نو دا به زموږ په اړیکو کې خنډ وي."

له ډونالډ لو، دمخه د امریکا د کانګرس د ۳۱ غړو یوې ډلې ولسمشر جو بایډن او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ته یو لیک استولی و او له دوی یې غوښتي وو چې د پاکستان نوی حکومت دې تر هغه په رسمیت ونه پیژني چې د فبرورۍ د اتمې په ټاکنو کې د ادعا شویو لاسوهنو او درغلیو په اړه خپلواکه پلټنه نه وي شوې.

پاکستاني مقاماتو د انتخاباتو په ورځ د موبايل ټليفون خدمات بند کړل او د فبرورۍ د اتمې انتخابات د يو څه تاوتريخوالي شاهد هم وو. تر ټاکنو څو اونۍ وړاندې ګڼ شمېر سیاسي او مدني فعالان پدې هیواد کې نیول شوي وو. برسېره پر دې، د ټاکنو پایلې په غیر معمولي ډول وځنډول شوې. دا ټولې پېښې د هغه هېواد په ټاکنو کې د لاسوهنې او درغلۍ د تورونو لامل شوې.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG