د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا پاکستان ته: که اړتیا وه بیا انتخابات وکړئ


په پاکستان کې د رایو صندوقونه
په پاکستان کې د رایو صندوقونه

متحدو ایالتونو د چهارشنبې په ورځ مارچ ۲۰ (حمل لومړۍ) وویل که پاکستان د انتخاباتي بې نظمیو په اړه تحقیقات ونکړي، د دواړو هېوادونو ترمنځ روابط به زیانمن شي.

د جنوبي اسیا په چارو کې د امریکا سفیر دونالډ لو وویل چې واشنګټن په پاکستان کې د تېرو ټاکنو په مهال په رسنیو او ټولنیزو کې د ګډوډیو او همدغه راز د ایکس د شبکې د بندولو په اړه ډېره اندېښنه لرله.

د پاکستان د تحریک انصاف غړو، چې په خپلواک ډول ټاکنو ته درېدلي وو، تر انتخاباتو مخکې ادعا کوله چې دا ټاکنې به له درغلیو او تقلب څخه ډکې وي.

دونالډ لو وویل که د پاکستان د ټاکنو کمېسیون معلومه کړي چې په ټاکنو کې درغلي او ګډوډي شوې، باید په مشخصو سیمو کې بیا انتخابات وشي.

هغه وویل: «موږ له دغه هېواد سره ۷۶ کاله مشارکت لرو. که پاکستان دموکراتیک بهیر، چې خپل اساسي قانوني پرې وساتي، ونه لري، دا به زموږ په اړیکو کې خنډ وي.»

دغه امریکايي دپلومات دا هم وویل چې متحده ایالتونه په پاکستان باندې د نویو پوځي تجهیزاتو او وسلو د خرڅولو پلان نه لري.

تر ټاکنو مخکې د تحریک انصاف مشر عمران خان بندي کړل شو او د ګوند غړي یې وځپل شول. عمران خان ادعا کړې وه چې له واک څخه یې په لېرې کولو کې امریکا دخېله وه، خو امریکایي چارواکو دا تورونه رد کړي‌وو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG