د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې دریمه ورځ ده چې په پرله پسې توګه د اکس شبکې خدمات ګډوډ دي


په پاکستان کې د تیرې شنبې ورځې راهیسې چې یو جګپوړي چارواکي په انتخاباتو کې د درغلۍ په کولو اعتراف وکړ، سه شبنه فبروري ۲۰ (کب لومړۍ) دریمه وه چې د هیواد په غټو ښارونو کې X شبکې خدمات ګډوډ و.

د اسامه خواجه په نامه د ډیجیټلي حقونو یو مبارز د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې د پاکستان ولس د اکس شبکې څخه چې پخوانی نوم یې ټویټر دی، په حکومت او په انتخاباتو کې شویو ټګیو برګیو باندې د اعتراض څرګندولو لپاره کار اخیسته او له همدې کبله د شنبې ورخې راهیسې دې شبکې ته لاسرسی نشي کیدی.

د پاکستان مخابراتي شرکت او د کورنیو چارو وزارت د اکس شبکې خدماتو ګډوډیدو باندې د تبصرې لپاره د مطبوعاتو پوښتنې ته ځواب ندی ویلی خو د فرانس پریس خبري اژانس یو مامور ویلي چې د سه شنبې په ورځ په اسلام آباد، لاهور او کراچۍ په ګډون په غټو ښارونو کې د دې شبکې اپلیکیشن ته لاسرسی نه کیده.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت وایي چې انټرنیټ ته د لاسرسي حق درلودو ملاتړ کوي خو دا یې ونه ویل چې آیا واشنګټن په پاکستان کې د اکس شبکې خدماتو ګډوډیدو په هکله د دې هیواد د چارواکو سره خبرې کړي که نه.

د وزارت ویاند میتو میلر په خبري کنفرانس کې وویل چې د پاکستان په ګډون په ټولې نړۍ کې غواړي چې خلک انټرنیټي شبکو ته لاسرسی ولري.

په عین حال کې د متحده ایالاتو د کانګرس د استازو په مجلس کې د دیموکرات ګوند یو غړي رو کهانا د بهرنیو چارو وزارت څخه غوښتي تر څو د پاکستان څخه وغواړي د اکس شبکې ته لاسرسی برحال کړی او دا بندیزونه یې "نه منل کیدونکي" بللي دي.

دا لومړی ځل ندی چې پاکستاني چارواکي پدې تیرو څو ورځو کې د ټولنیزو شبکو خدمات ګډوډي. تر انتخاباتو وړاندې هم کله چې د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند غړیو چې په غونډو یې بندیز لګیدلی و او غوښتل یې آنلاین جلسې وکړي، چارواکو د ټولنیزو شبکو خدمات محدود کړي و چې د بشري حقونو سازمانانو دا کار غندلی.

په پاکستان کې د انتخاباتو په ورځ هم په ټول هیواد کې د انټرنیټ خدمات بند و.

سره لدې چې د کورنیو چارو وزارت ویلي دا کار یې د امنیتي دلایلو په خاطر کړی خو منتقدین وایي چې د انتخاباتو مسؤلینو په همدې توګه د انتخاباتو په نتیجو کې لاسوهنو ته شرایط برابر کړل.

پاکستان کې نږدې دوه اوونۍ کیږي چې پارلماني انتخابات شوي خو لا هم د دې هیواد ستر ګوندونه پدې ندي توانیدلي چې ائتلافي حکومت جوړ کړي.

د مخکني صدراعظم شهباز شریف په مشرۍ د پاکستان مسلم لیګ – نواز ګوند تیره ورځ د پاکستان پیلپز ګوند سره د احتمالي ائتلافي حکومت په جوړیدو بیا خبرې کړي چې مشري یې د بهرنیو چارو مخکنی وزیر بلاول بهټو کوي.

مسلم لیګ چې ګمان کیږي پوځ یې تر شا ولاړ دی، پدې انتخاباتو کې ۷۵ او د پیپلز ګوند بیا ۵۴ څوکۍ ګټلي.

ها خوا بیا د خپلواکو کاندیدانو یوې ډلې چې د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند ملاتړ ورسره و، پدې انتخاباتو کې ۹۳ څوکۍ ګټلي خو دا ګوند ادعا لري چې د ولسي جرګې د۳۳۶ څوکیو څخه یې لږ تر لږه ۱۸۰ ګټلي دي خو د درغلیو له کبله د هغوي رایې لږې شمارل شویدي او په محکمو کې یې عریضې کړیدي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند د خپلو پلویانو غوښتي چې په ټول هیواد کې مظاهرې وکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG