د لاس رسي وړ اتصالات

شهباز شریف د پاکستان صدراعظمۍ مقام ته کاندید شو


د پاکستان مسلم لیګ- نواز ګوند دا ندي ویلي چې ولې یې د نواز شریف پر ځای شهباز شریف د صدراعظمۍ مقام ته کاندید کړی.
د پاکستان مسلم لیګ- نواز ګوند دا ندي ویلي چې ولې یې د نواز شریف پر ځای شهباز شریف د صدراعظمۍ مقام ته کاندید کړی.

د پاکستان پخوانی صدراعظم شهباز شریف سه شنبه فبروري ۱۳ (سلواغې ۲۴) وروسته تر هغه د هیواد راتلونکي صدراعظم په توګه ځان کاندید کړ چې د بلاول بهټو په مشري د پیپلز ګوند یې د ملاتړ ژمنه وکړله.

د پاکستان مسلم لیګ – نواز ګوند چې په پارلماني انتخاباتو کې یې ۸۰ څوکۍ ګټلې وې، دا یې ندي ویلي چې ولې د پخواني صدراعظم نواز شریف پر ځای یې کشر ورور د صدراعظمۍ مقام ته کاندید کړی.

د پاکستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر او د پیپلز ګوند مشر بلاول بهټو زرداري په اسلام آباد کې خبریالانو ته وویل چې په هیواد کې د سیاسي ثبات برحاله کولو لپاره به یې ګوند په پارلمان کې د شهباز شریف ملاتړ وکړي تر څو د هیواد راتلونکی صدراعظم شي.

پنځه دیرش کلن زرداري وویل چې په هیواد کې د "ناورین دوام نه غواړي" او له همدې کبله د پاکستان د راتلونکي صدراعظم په توګه ځان دې مقام ته نه کاندیدوي.

سره لدې چې ښاغلي زرداري د صدراعظمۍ د مقام څخه تیر شوی خو دا یې ویلي چې ګوند به یې د راتلونکي حکومت د کابینې برخه نه وي. کارپوهان وایي چې دا پریکړه راتلونکی حکومت بې ثباته او کمزوری کولی شي.

د دې دواړو ګوندونو د ائتلاف کولو د اعلان څخه وروسته د پاکستان پخواني صدراعظم عمران خان چې د ګڼ شمیر جنایي قضیو له کبله بندي دی، خبرداری ورکړ چې په "غلا شویو رایو دې حکومت نه جوړوي".

ښاغلي خان پخپل پیغام کې چې د کورنۍ غړیو ته یې په زندان کې ورکړی ،ویلي چې په انتخاباتو کې د پاکستان ولس په ښکاره توګه خپله پریکړه کړې.

هغه ویلي چې د پاکستان ولس په انتخاباتو کې د عدالت او دیموکراسۍ غوښتنه کړې.

دې ۷۱ کلن سیاستوال پخپل پیغام کې زیاته کړې، " زه خبرداری ورکوم چې په غلا شویو رایو دې حکومت نه جوړوي. په رڼا ورځ غلا به نه یوازې ولس ته سپکاوی وي بلکې د هیواد اقتصادي وضعیت هم ښکته خوا ته ټیل وهي".

د عمران خان په مشري تحریک انصاف ګوند پورې تړلو خپلواکو کاندیدانو د فبروري میاشتې اتمې نیټې پارلماني انتخاباتو کې تر بل هر ګوند ډیرې څوکۍ ګټلې وې خو دا چې په خپلواکه توګه یې پدې انتخاباتو کې برخه اخیستې وه، نشي کولی چې حکومت جوړ کړي او صدراعظم ولري.

دا ګوند چې په انتخاباتو کې یې ۹۲ څوکۍ ګټلي ادعا کوي چې له دریو دوه برخې اکثریت څوکۍ یې ګټلي دي او د سه شنبې په ورځ یې اعلان کړی و چې د مجلس وحدت المسلمین پاکستان په نامه د واړه ګوند سره د ائتلافي حکومت جوړولو پریکړه یې کړې.

دا ګوند ادعا کوي چې په انتخاباتو کې غلا شوې او د ځینو انتخاباتي حوزو د نتیجو په خلاف یې په محکمو کې عریضې هم کړیدي.

خو د پاکستان سرپرست حکومت او د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د پي ټي آی دا تورونه رد کړیدي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG