د لاس رسي وړ اتصالات

ولې تر انتخاباتو دوه اوونۍ وروسته لا هم په پاکستان کې حکومت ندی جوړ شوی؟


د پاکستان په ګڼ شمیر سیمو کې په انتخاباتو کې د ټګۍ برګۍ کیدو په خلاف خلک مظاهرې کوي.
د پاکستان په ګڼ شمیر سیمو کې په انتخاباتو کې د ټګۍ برګۍ کیدو په خلاف خلک مظاهرې کوي.

پاکستان کې نږدې دوه اوونۍ کیږي چې پارلماني انتخابات شوي خو لا هم د دې هیواد ستر ګوندونه پدې ندي توانیدلي چې ائتلافي حکومت جوړ کړي.

د مخکني صدراعظم شهباز شریف په مشرۍ د پاکستان مسلم لیګ – نواز ګوند دوشنبه فبروري ۱۹ (سلواغې ۳۰) د پاکستان پیلپز ګوند سره د احتمالي ائتلافي حکومت په جوړیدو بیا خبرې کړي چې مشري یې د بهرنیو چارو مخکنی وزیر بلاول بهټو کوي.

مسلم لیګ چې ګمان کیږي پوځ یې تر شا ولاړ دی، پدې انتخاباتو کې ۷۵ او د پیپلز ګوند بیا ۵۴ څوکۍ ګټلي.

ها خوا بیا د خپلواکو کاندیدانو یوې ډلې چې د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند ملاتړ ورسره و، پدې انتخاباتو کې ۹۳ څوکۍ ګټلي خو دا ګوند ادعا لري چې د ولسي جرګې د۳۳۶ څوکیو څخه یې لږ تر لږه ۱۸۰ ګټلي دي خو د درغلیو له کبله د هغوي رایې لږې شمارل شویدي او په محکمو کې یې عریضې کړیدي.

د پي ټي آی مشرانو د دوشنبې په ورځ په خبري کنفرانس کې وویل چې په پارلماني انتخاباتو کې کامیاب شوي کاندایدن به یې د سُني اتحاد په نامه یوې وړې مذهبي ډلې سره یو ځای شي.

د پاکستان په پارلماني کې ۷۰ څوکۍ میرمنو او مذهبي اقلیتونو ته ځانګړې شوي او د دې وړې مذهبي ډلې سره په یو ځای کیدو سره د پاکستان تحریک انصاف ګوند غواړي د همدې څوکیو څخه خپله برخه تر لاسه کړي.

د سُني اتحاد مذهبي ډلې مشر حامد رضا د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشرانو سره په اسلام آباد کې په ګډ خبري کنفرانس کې وویل چې دواړو ګوندونو ګډ تفاهم لاسلیک کړی او دا یې هم ویلي چې د مخکې تګ لپاره به ټولې لارښوونې د عمران خان لخوا راځي چې په ګڼ شمیر جنایي قضیو کې د تورن کیدو له کبله بندي دی.

دا چې د عمران خان ګوند پورې اړوند کاندیدان نشي کولی حکومت جوړ کړي، د دې واړه مذهبي ګوند سره په یو ځای کیدو دا ګوند غواړي چې په ولایتونو کې حکومتونه جوړ کړي او دا چې په ولسي جرګې کې به اکثریت ولري، په حکومت د فشار راوړلو لپاره به برلاسي ولري.

منتقدینو خبرداری ورکړی چې که د شریف ګوند د ائتلاف له لارې د حکومت په جوړیدو کې بریالی هم شي خو پدې انتخاباتو کې د عمران خان سره پراخ ولسي محبوبیت دا څرګندوي چې د هیواد په سیاسي چارو کې د پوځ لاس وهنې څخه نور تنګ شوي چې د همدې لاس وهنې له کبله په یو بل پسي د بهټو او نواز د کورنۍ غړيو ته د پاکستان مشري ورکول کیږي.

سناتور او د مسلم لیګ نواز ګوند یو سابقه دار غړي مشاهد حسین د فبروري میاشتې اتمې نیټې انتخابات د ۱۹۷۷ میلادي کال راپدیخو په هیواد کې تر ټولو جنجالي انتخابات وبلل او د خپل ګوند د مشرانو څخه یې وغوښتل چې د یو ستر پارلماني ګوند په توګه دې د تحریک انصاف ګوند د واک درناوی وکړي.

ښاغلي حسین همدارنګه خبرداری ورکړ چې "هر ډول ګډوډ ائتلاف به نتیجه ورنکړي او د هغه شان ناورین سبب به شي چې د ۱۹۷۷ کال ناقصو انتخاباتو څخه وروسته شوی و".

د دې پاکستاني سناتور اشاره هغو انتخاباتو ته چې وسیع تګي برګي پکې شوې وه او له همدې کبله پوځ د تقریباً یوې لسیزې لپاره د واک چارې په لاس کې واخیستې.

په پاکستان کې د انتخاباتو پر مهال او یوه ورځ وروسته په ټول هیواد کې د انټرنیټ خدمات یو دم ګډوډ شول او څارونکي پدې نظر دي چې مسؤلینو د همدې ګډوډۍ څخه په انتخاباتو کې د ټګۍ بګۍ کولو لپاره ګټه واخیسته.

په انتخاباتو کې د درغلیو موضوع وروسته تر هغه لا توده شوه چې په راولپنډۍ په ښار کې د انتخاباتو کمیشنر لیاقت علي چهټا د خپل دفتر مخې ته خبریالانو ته وویل چې په انتخاباتو کې د شویو درغلیو له کبله خپله دنده پریږدي او ځان پولیسو ته سپاري.

ښاغلي چهټا د پاکستان د انتخاباتو کمیسیون په مشر او قاضي القضات تور ولګاوه چې په انتخاباتو کې د ټګۍ بګۍ طرحه یې جوړه کړې وه خو د دې دواړو دا تورونه رد کړي او په لوړه کچه پلټنې پیل شوي.

هغه خبریالانو ته وویل: "موږ بایلونکي په ګټونکو بدل کړل". هغه همداشان وویل د ملي اسامبلې د ۱۳ څوکیو لپاره ۷۰ زره رای تر پښو لاندې شوېد داسې یو ناوړه جرم د ترسره کولو په خاطر زه به ځان پولیسو ته وسپارم.

خو بل پلو بیا د پاکستان د سرپرست حکومت صدراعظم انور الحق کاکړ خبرداری ورکړی چې د حکومت په جګپوړو چاروکو دا تور لګول چې ګنې په انتخاباتو کې یې لاس وهلی، د قانون څخه سرغړاونه ده.

د ښاغلي کاکړ دفتر په یوې اعلامیې کې د هغه له قوله ویلي چې ځیني کسان په ټولنیزو شبکو کې د حکومت د ملکي خدماتو په مامورینو انتقادونه کوي او د بیلا بیلو طریقو څخه کار اخلي.

په اعلامیې کې راغلي، "دوي د ټولنیزو شبکو څخه د وسلې په توګه کار اخلي چې د ملکي خدماتو مامورین له خوګي ګوتې ونیسي او فشار پرې راوړي تر څو د دولت سره خپله وفاداري پریږدي او د هغوي جنایي ډلو سره یو ځای شي".

د پاکستان صدراعظم دا ندي ویلي چې د خبرو اشاره یې چا ته ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG