د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې په ائتلافي حکومت موافقه وشوه؛ شهباز شریف صدراعظم او زرداري به جمهور رئیس وي


عکس ارشیف: شهباز شریف
عکس ارشیف: شهباز شریف

په پاکستان د نږدې دوو اوونیو راهیسې چې پارلماني انتخابات شوي، په سیمه ایز وخت سه شنبه فبروري ۲۰ (کب لومړۍ) ناوخته د داسې یو حکومت په جوړولو موافقه وشوه چې واک به د څو ګوندونو تر منځ ویشلی وي.

رپوټونه وایي، د دې موافقې له مخې به مخکنی صدراعظم شهباز شریف یو ځل بیا د صدراعظمۍ او د پخوانۍ صدراعظمې بینظیر بهټو میړه، آصف علي زرداري به د جمهوري ریاست مقام ته ونومول شي.

د پاکستان مسلم لیګ نواز ګوند مشر چې پوځ یې تر شا ولاړ دی وویل چې د پیپلز ګوند سره تر ائتلاف کولو وروسته یې د حکومت جوړولو لپاره "لازم غړي" تر لاسه کړي.

ښاغلي شریف ویلي چې پدې ائتلاف کې به یو شمیر واړه ګوندونه هم برخه لوري خو د هغوي نومونه یې وانخیستل.

د پیپلز ګوند مشر او د بهرنیو چارو مخکني وزیر بلاول بهټو زرداري هم پدې ګډ خبري کنفرانس کې د ائتلافي حکږومت موافقه تائید کړله او هیله یې څرګنده کړه چې ژر به شهباز شریف د پاکستان صدراعظم شي او د ټول پاکستان څخه یې د حکومت کامیابیدو لپاره د دعا غوښتنه وکړله.

پخپله شهباز شریف بیا وویل چې د تیرو ۷۶ کالونو راپدیخوا پاکستان په پورونو کې ډوب شوی او د دې وضعیت څخه د هیواد وتل یې ګران کار وباله.

هغه وویل، "مونږ د غټو ستونزو سره مخ یو. مونږ باید پاکستان د دې ستونزو څخه وباسو".

سره لدې چې تر دې وړاندې ښاغلي زرداري ویلي و چې د حکومت په کابینې کې به برخه نه اخلي خو د سه شنبې ورځې په خبري کنفرانس کې یې وویل چې د وزیرانو په ټاکنې موافقه شوې او په راتلونکو څو ورځو کې به اعلان شي.

د پاکستان د قانون له مخې د ملي اسامبلې یا ولسي جرګې غړي باید د روانې فبروري میاشتې په ۲۹ غونډه وکړي چې په رسمي توګه ائتلافي حکومت ومنل شي.

همدې دواړو ګوندونو په ۲۰۲۲ میلادي کال کې د نه باور رایه ګیرۍ له لارې پخوانی صدراعظم عمران خان له واکه لیرې کړ او شهباز شریف یې صدراعظم وټاکه.

مسلم لیګ چې ګمان کیږي پوځ یې تر شا ولاړ دی، پدې انتخاباتو کې ۷۵ او د پیپلز ګوند بیا ۵۴ څوکۍ ګټلي.

ها خوا بیا د خپلواکو کاندیدانو یوې ډلې چې د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند ملاتړ ورسره و، پدې انتخاباتو کې ۹۳ څوکۍ ګټلي خو دا ګوند ادعا لري چې د ولسي جرګې د۳۳۶ څوکیو څخه یې لږ تر لږه ۱۸۰ ګټلي دي خو د درغلیو له کبله د هغوي رایې لږې شمارل شویدي او په محکمو کې یې عریضې کړیدي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند د خپلو پلویانو غوښتي چې په ټول هیواد کې مظاهرې وکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG