د بشري اوښځو حقونو او مدني ټولنې یو شمیر فعالانو ښځو سره د پیوستون نړیوالې ورځې مارچ اتم په مناسبت د افغانستان، جرمني اوپاکستان په ګډون په یو شمیر هیوادونو کې د افغان میرمنو د حقونو د ملاتړ لپاره لاریونونه کړي او ویلي دي چې طالبان باید افغانستان کې د بشري ضد جنایتونو د ترسره کولو له امله محاکمه شي.
د ښځو سره د پیوستون د نړیوالې ورځې مارچ اتم سره هممهاله په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستنیدویه پلاوي دفتر " یوناما" د طالبانو له حکومت په کلکه غوښتي چې هغه بندیزونه دې لرې کړي کوم چې په دغه هیواد کې ښځې او نجونې د خپلو اساسي حقونو څخه محروموي.
د پاکستان حکومت جمعه مارچ اوومه ( کب ۱۷) پدې هیواد کې ټولو افغان کډوالو ته چې د اوسیدو قانوني اسناد لري، خبرداری ورکړی که د روانې مارچ میاشتې تر ۳۱ مې افغانستان ته ستانه نشي، د شړل کیدو خطر سره به مخ شي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مکسیکو او کاناډا په صادراتو باندې د ۲۵ سلنې تعرفې لګول د څلورو اونیو لپاره وځنډول.
د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ مارچ شپږمه (کب۱۶) د یرغمل شویو او ناحقه نیول شویو لپاره د بیرغ پورته کولو مراسم ترسره کړل او په بهر کې د امریکا د نیول شویو اتباعو او دایمي اقامه لرونکو د خوشې کولو لپاره یې د امریکا د حکومت په ژمنې بیا ټېنګار وکړ.
د کابل د ۲۰۲۱ کال کې د هوايي ډګر مخې ته د داعش د ځانمرګي برید یو عامل د چهارشنبې په ورځ مارچ پنځمه (کب۱۵) د متحدو ایالتونو د ویرجینیا د الګساندریه په ښار کې محکمې ته وړاندې کړل شو.
د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ سه شنبه مارچ څلورمه ( کب ۱۴) د کانګرس غړیو ته په وینا کې وویل چې د جمهوري ریاست دویمې دورې په پیل سره یې "امریکا بیرته راپورته شوې" او د خپل حکومت د لاسته راوړنو یادونه یې وکړله.
د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن سه شنبه مارچ څلورمه (کب ۱۴) ماښام د خپل جمهوري ریاست په دویم دور کې په لومړي ځل د دغه هېواد کانګرس ته وینا کوي.
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر نن دوشنبه مارچ درېیمه (کب ۱۳) په یو بیان کې مسلمانانو ته د روژې په مناسبت د نیکو هیلو او درناوي مراتب وړاندې کړل.
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ مارچ لومړۍ نېټه (کب ۱۰) له اسرائیل سره د څلور میلیارد ډالرو پوځي مرستو د بهیر د چټکولو خبر ورکړ.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد یو ځل بیا له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو وروسته په دغه هیواد کې د امریکا د پوځ څخه پاتې شویو وسلو په اړه د امریکا د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ څرګندونو ته غبرګون ښودلی او ویلي دي چې طالبانو دا وسلې په غنیمت نیولي او اوس یې د خپل هیواد د دفاع لپاره کاروي.
نور پورته کول