د ښځو سره د پیوستون د نړیوالې ورځې مارچ اتم سره هممهاله په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستنیدویه پلاوي دفتر " یوناما" د طالبانو له حکومت په کلکه غوښتي چې هغه بندیزونه دې لرې کړي کوم چې په دغه هیواد کې ښځې او نجونې د خپلو اساسي حقونو څخه محروموي.
د پاکستان حکومت جمعه مارچ اوومه ( کب ۱۷) پدې هیواد کې ټولو افغان کډوالو ته چې د اوسیدو قانوني اسناد لري، خبرداری ورکړی که د روانې مارچ میاشتې تر ۳۱ مې افغانستان ته ستانه نشي، د شړل کیدو خطر سره به مخ شي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مکسیکو او کاناډا په صادراتو باندې د ۲۵ سلنې تعرفې لګول د څلورو اونیو لپاره وځنډول.
د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ مارچ شپږمه (کب۱۶) د یرغمل شویو او ناحقه نیول شویو لپاره د بیرغ پورته کولو مراسم ترسره کړل او په بهر کې د امریکا د نیول شویو اتباعو او دایمي اقامه لرونکو د خوشې کولو لپاره یې د امریکا د حکومت په ژمنې بیا ټېنګار وکړ.
د کابل د ۲۰۲۱ کال کې د هوايي ډګر مخې ته د داعش د ځانمرګي برید یو عامل د چهارشنبې په ورځ مارچ پنځمه (کب۱۵) د متحدو ایالتونو د ویرجینیا د الګساندریه په ښار کې محکمې ته وړاندې کړل شو.
د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ سه شنبه مارچ څلورمه ( کب ۱۴) د کانګرس غړیو ته په وینا کې وویل چې د جمهوري ریاست دویمې دورې په پیل سره یې "امریکا بیرته راپورته شوې" او د خپل حکومت د لاسته راوړنو یادونه یې وکړله.
د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن سه شنبه مارچ څلورمه (کب ۱۴) ماښام د خپل جمهوري ریاست په دویم دور کې په لومړي ځل د دغه هېواد کانګرس ته وینا کوي.
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر نن دوشنبه مارچ درېیمه (کب ۱۳) په یو بیان کې مسلمانانو ته د روژې په مناسبت د نیکو هیلو او درناوي مراتب وړاندې کړل.
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ مارچ لومړۍ نېټه (کب ۱۰) له اسرائیل سره د څلور میلیارد ډالرو پوځي مرستو د بهیر د چټکولو خبر ورکړ.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد یو ځل بیا له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو وروسته په دغه هیواد کې د امریکا د پوځ څخه پاتې شویو وسلو په اړه د امریکا د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ څرګندونو ته غبرګون ښودلی او ویلي دي چې طالبانو دا وسلې په غنیمت نیولي او اوس یې د خپل هیواد د دفاع لپاره کاروي.
د سعودي عربستان په ګډون ګڼ شمیر اسلامي هیوادونو جمعه فبروري ۲۸ ( کب ۱۰) اعلان کړی چې شنبه مارچ اوله به د روژې لومړۍ ورځ وي.
په پاکستان کې امنیتي مسئولین وایي چې د خیبر پښتونخوا په اکوړه خټک کې د طالبانو پلوې "دارالعلوم حقانیه" مدرسې کې په ځانمرګي برید کې ددغې مدرسې مشر مولانا حامد الحق له څلورو نورو کسانو سره وژل شوی او په لسګونو کسان ژوبل شوي دي.
نور پورته کول