د سعودي عربستان په ګډون ګڼ شمیر اسلامي هیوادونو جمعه فبروري ۲۸ ( کب ۱۰) اعلان کړی چې شنبه د مارچ لومړۍ نیټه د روژې لومړۍ ورځ ده.
د سعودي دولتي خبري اژانس د اکس په شبکې کې لیکلي چې ددې هیواد د سترې محکمې حکم له مخې به شنبه د روژې د میاشتې لومړۍ ورځ وي.
د سعودي تر څنګ په افغانستان، الجزایر، مصر، اردن، لیبیا، فلسطین، سودان او تونس کې هم د شنبې ورځ د روژې د میاشتې لومړۍ ورځ اعلان شوې.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت هم شنبه د روژې لومړۍ ورځ اعلان کړې. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د اکس په پاڼې کې لیکلي چې د هیواد په ګڼ شمیر ولایتونو کې یو شمیر کسانو د روژې میاشت لیدلې او په همدې اساس سترې محکمې اعلان کړی چې شنبې به د روژې اوله ورځ وي.
له بلې خوا د افغانستان په ګاونډي هیواد پاکستان کې د مولانا عبدالخبیر آزاد په مشرۍ یوې ۲۰ کسیزې کمیټې د خیبر پښتونخوا په مرکزي دفتر کې د روژې د میاشتې د لیدلو لپاره غونډه کړې او کمېټې د یکشنبې ورځ په ټول پاکستان کې د روژې لومړۍ ورځ اعلان کړې ده.
همداشان د افغانستان بل ګاونډي هیواد ایران چې اکثریت اوسیدونکي یې شعیه ګان دي، هم اعلان کړی چې د روژې لومړۍ ورځ به یکشنبه وي.
د ایران ستر روحاني مشر، ایات الله علي خامنه اي او په عراق کې تر ټولو لوړ پوړي شعیه ملا، ایات الله علي السیستاني اعلان کړی چې پدې هیوادونو کې به روژه د یکشنبې په ورځ وي.
د مراکش د اسلامي چارو وزارت هم یکشنبه د روژې لومړۍ ورځ اعلان کړه او د لبنان مفتي الاعظم هم پدې هیواد کې د سنیانو لپاره یکشنبه د روژې لومړۍ ورځ اعلان کړې ده.
پدې ترڅ کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، د یوې اعلامیې په خپرولو سره د نړۍ مسلمانانو ته د زوژې مبارکي ویلي ده.
روبیو په دې اعلامیه کې ویلي: "د روژې د میاشتې په پیل سره چې د مسلمانانو په باور په خپلو اندونو او ارزونو د غور کولو، خدمت او سخاوت وخت دی په متحده ایالاتو او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې ټولو مسلمانانو ته خپلې نیکې هیلې وړاندې کوم. دا میاشت همداشان ددې فرصت دی چې ټولنې سره راټولې شي او روژه ماتی د خپلوۍ او سولې په روحیه کې ونمانځي. "
د روژې د پيل د ورځې پهمعلومولو کې دا توپیر په اسلامي هېوادونو کې د سپوږمۍ د ليدلو د بېلابېلو طريقو له امله رامنځته کېږي، چې په ځينو مواردو کې د دې مياشتې په پيل کې د يوې ورځې د توپير لامل کېږي.
فورم \ دبحث خونه