د لاس رسي وړ اتصالات

 
امریکا اسرائیل ته د څلور میلیارد ډالرو د مرستې د بهیر چټکولو خبر ورکړ

امریکا اسرائیل ته د څلور میلیارد ډالرو د مرستې د بهیر چټکولو خبر ورکړ


د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ مارچ لومړۍ نېټه (کب ۱۱) له اسرائیل سره د څلور میلیارد ډالرو پوځي مرستو د بهیر د چټکولو خبر ورکړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په یوه اعلامیه کې وویل: "ما د بیړني واک څځه په استفادې یوه اعلامیه لاسلیک کړه چې له اسرائیل سره د شاوخوا څلور میلیارد ډالرو نظامي مرستې رسولو لړۍ ګړندی کړي."

روبیو د دې اقدام هدف یو شمیر وسلو او مهماتو ته د اسرائیل د لاسرسي په اړه د پخواني ولسمشر جو بایډن د ادارې لخوا د یو اړخیز بندیز لیرې کول بللی او ویلي یې دي چې "دا یوه بله نښه ده چې اسرائیل په سپینه ماڼۍ کې له ولسمشر ټرمپ څخه بل لوی متحد نه لري."

د غزې په جګړه کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه د اندېښنو په ځواب کې، د پخواني ولسمشر جوبایډن ادارې د تېر کال د مۍ په میاشت کې اسرائیل ته د ۹۰۰ کیلوګرامه او ۲۲۶ کیلوګرامه بمونو لېږد په ګڼ مېشتو ملکي سیمو باندې یې د اغېزې د اندېښنو له امله ودراوه ، خو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ سپینې ماڼۍ ته له ستنېدو وروسته دغه بندیز لېرې کړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې راغلي دي چې د ډونالډ ټرمپ د ادارې د واکمن کیدو راهیسې په اسرائیل باندې د شاړخړا ۱۲ میلیارد ډالرړ وسلو خرڅلاو تائید کړی دی.

په یو تازه اقزام کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ فبرورۍ ۲۸ (کب ۱۰) پر اسرائیل د څه باندې درې میلیارد ډالرو په ارزښت د وسلو د پلور اعلان وکړ او ویې ویل چې په دغو وسلو کې بمونه، ویجاړوونکي وسایل او نورې وسلې شاملې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت په خبرپاڼه کې دا هم راغلي چې دا پرېکړه د ولسمشر ټرمپ له حکم سره سم ده چې پر اسرائیل هر ډول بندیزونه په داسې حال کې لغوه کوي چې اسرائیل د خپل بقا په جګړه کې له ایران او نیابتي ترهګرو ډلو سره په بېلابېلو ډګرونو کې په جګړه بوخت دي.

اعلامیه زیاتوي: "د ټرمپ اداره به د اسرائیل د امنیت په اړه د امریکا د اوږدې مودې ژمنې پوره کولو لپاره د ټولو موجودو وسایلو کارولو ته دوام ورکړي، چې په کې د امنیتي ګواښونو په وړاندې وسایل شامل دي."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG