د لاس رسي وړ اتصالات

د نتنیاهو سیاسي مخالف: مصر دې اته کاله د غزې چارې مخې ته یوسي


د اسرائیل حکومت د مخالف سیاسي ګوند مشر او پخوانی صدراعظم یایر لپید وایي چې له جګړې وروسته مصر باید اته کاله د غزې چارې مخې ته یوسي.

لپید په واشنګټن ډي سي کې د دموکراسیو څخه د دفاع په بنسټ کې وویل: «د حل لاره دا ده چې مصر د اتو کلونو لپاره د غزې اداره کول په غاړه واخلي او د ۱۵ کلونو لپاره دې د دغې مودې د غځولو انتخاب هم ولري.»

هغه وویل چې د دغه کار په بدل کې به نړیواله ټولنه او سیمه ایز متحدین د مصر بهرني پورونه ورکړي.

د اسرائیل دغه مقام دا هم وویل چې په دغو اتو کلونو کې په غزې کې د حکومتولي شرایط برابر شي او په بشپړ ډول د غزې د غیر نظامي کولو بهیر پيل شي.

نوموړي وویل چې مصر دې د «غزې د مدیریت او بیا رغونې» لپاره د «سولې یو ځواک» چې د خلیج د هېوادونو او نړیوالې ټولنې څخه جوړ وي هم رهبري کړي.

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر دې مخکې یوه طرحه وړاندې کړې وه، چې د غزې اوسېدونکي دي په مصر او اردن کې ځای په ځای شي او بیا دې د غزې کنترول امریکا ته وسپارل شي.

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو د ټرمپ د دغه اقدام هرکلی وکړ او ویې ویل چې « د متفاوتې غزې د ایجاد لپاره» د ټرمپ طرحې ته ژمن دی او تاکيد یې وکړ چې «له جګړې وروسته به نه حماس او نه هم د فلسطین خپلواکه اداره په دغې سیمې حکومت وکړي».

عربو او ځینو اروپايی هېوادونو د دغې طرحې مخالفت وکړ. د فلسطین د خپلواکې ادارې مشر محمود عباس له ملګرو ملتونو څخه د «فلسطینیانو او د هغوی د حقونو د ساتلو» غوښتنه وکړه.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتوني ګوتېرش ویلي وو: «د حل د لارو چارو په موندلو کې موږ باید ستونزه نوره هم سخته نه کړو. دا مهمه ده چې د نړیوالو قوانینو ته ژمن واوسو. دا مهمه ده چې د هر ډول قوم پاکۍ څخه ډډه وشي.»

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر ولکر ترک د چهارشنبې په ورځ وویل چې د اسرائیل تر اشغال لاندې د غزې د خلکو هر ډول اېستل ناقانونه دی.

د دغه راپور ځینې برخې د فرانس پرس اژانس څخه اخیستل شوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG