د اسرائیل او حماس ترمنځ د اوربند په ترڅ کې، حماس د پنجشنبې په ورځ، فبرورۍ ۲۷ (کب نهمه)، د څلورو اسرائیلي یرغمل شویو مړي اسرائیل ته سپاري او په بدل کې یې اسرائیل له خپلو زندانونو څخه څه باندې ۶۰۰ فلسطیني بندیان خوشې کوي.
په ورته وخت کې، امریکايي چارواکي وايي، چې د اوربند د دویمې مرحلې خبرې اترې په سم لور روانې دي، خو د دې هوکړې پیچلتیاوې او د عملي کېدو ستونزې د دې مرحلې کمزورتیا هم په ډاګه کوي.
د حماس یو چارواکي د فرانسپرس خبري اژانس ته ویلي، چې د پنجشنبې په ورځ به د څلورو اسرائیلي یرغمل شویو اسرائیلي اتباعو مړي به وسپارل شي او په بدل کې به اسرائیل هغه ۶۰۰ فلسطیني بندیان خوشې کړي، چې ټاکل شوې وه تېره اوونۍ له زندانونو ازاد شي.
اسرائیلي چارواکو لا تر اوسه د دغو بندیانو د خوشې کولو پخلی نه دی کړی.
په ورته وخت کې، د اسرائیل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو دفتر د څلورو یرغمل شویو مړیو د سپارلو خبر تایید کړی او ویلي یې دي، چې د منځګړو په واسطه یې پر دې هوکړه کړې ده.
دا پداسې حال کې دی، چې د اوربند لومړۍ پړاو د شنبې په ورځ پای ته ورسېږي، خو د دویمې مرحلې خبرې چې باید د فبرورۍ په لومړیو کې پیل شوې وای، لا نه دي ترسره شوي.
حماس ویلي، چې په دویم پړاو کې د پاتې ټولو یرغمل شویو د خوشې کولو ته چمتو دی.
د منځني ختیځ لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د حکومت ځانګړي استازي، ستیف ویتکوف، د امریکا د یهوديانو کمېټې له لوري په یوې جوړې شوې غونډه کې وویل، چې د اوربند د دویمې مرحلې د جوړ جاړي لپاره هڅې روانې دي.
ویتکوف زیاته کړه: " ډېر پرمختګونو شوي دي. همدا اوس چې زه له تاسو سره خبرې کوم، اسرائیل خپل مذاکراتي ټیم دوحې یا قطر ته استوي، څو له مصري او قطري چارواکو سره خبرې پیل شي. "
بلخوا، د حماس غورځنګ د یکشنبې په ورځ اسرائیل تورن کړ، چې د ۶۰۰ فلسطیني بندیانو په خوشې کولو کې یې ځنډ رامنځته کړی او دا کار د اوربند موافقه له خطر سره مخ کوي. خو اسرائیل وايي، چې د حماس له ولکې څخه د یرغمل شویو د خوشې کولو څرنګوالی ورته د اندېښنې وړ دی. د اسرائیل صدراعظم هغه مراسم، چې په کې حماس څو تنه اسرائیلي اتباع خوشې کړل، "تحقیرونکي" وبلل.
له هغه راهیسې چې د ۲۰۲۴ د جنورۍ په ۱۹مه، د حماس او اسرائیل ترمنځ اوربند ټینګ شو، حماس ۲۵ ژوندي یرغمل شوي کسان د خپلو مخ پټو وسلهوالو تر څار لاندې د سره صلیب نړیوالې کمېټې استازو ته وسپارل. اسرائیل هم تر اوسه له ۱۱۰۰ ډېر فلسطیني بندیان خوشې کړي دي.
د سره صلیب نړیوالې کمېټې له ټولو لورو غوښتې ، چې بندیان او یرغمل شوي کسان باید په "درناوي" سره ازاد شي.
سره له دې چې اسرائیل او حماس یو بل د اوربند د موافقې په ماتولو تورنوي، خو دا هوکړه تر اوسه پرځای ده.
په ورته وخت کې، زرګونه اسرائیلي وګړو د چهارشنبې په ورځ، د شیري بیباس او د هغه د ماشومانو د ویر مراسمو کې راټول شول، چې ویل کېږي د حماس سره په بند کې وژل شوي دي. د اسرائیل پارلمان غړو هم د بیباس او د هغه د ماشومانو په یاد یوه دقیقه چوپتیا غوره کړه.
د ۲۰۲۳ د اکتوبر په ۷مه نېټه، د حماس وسلهوالو پر اسرائیل برید وکړ، چې د اسرائیلي چارواکو په وینا، نږدې ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او ۲۵۰ نور یې یرغمل کړل.
له دې برید وروسته، اسرائیل ژمنه وکړه چې د حماس غورځنګ به په بشپړ ډول له منځه یوسي او د تېرو ۱۵ میاشتو راهیسې یې پر غزې تر ټولو سخت ځمکني او هوایي بریدونه کړي دي.
فلسطیني چارواکي وايي، چې د اسرائیل په دغو بریدونو کې تر ۴۸ زره ډېر فلسطینیان، چې زیاتره یې ماشومان او مېرمنې دي، وژل شوي او د غزې ډېره برخه په کنډوالو بدله شوې ده.
د دې مقالې په چمتو کولو کې د فرانس پرس خبري اژانس راپور کارول شوی.
فورم \ دبحث خونه