د منځني ختیځ په چارو کې د ملګرو ملتونو یوې جګپوړې چارواکې سه شنبه فبروري ۲۵ ( کب شپږمه) خبرداری ورکړ چې د اسرائیل – فلسطین تر منځ د شخړې پای ته رسیدو لپاره د دوو بیلو دولتونو حل لارې د امکان کړکۍ مخ په بندیدو ده.
د منځني ختیځ د سولې بهیر لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې همغږۍ کوونکې، سیګرید کاګ د ملګرو ملتونو د امنیت شوار یوې غونډې کې وویل چې د سیمې خلک یوازې په سولې، امنیت او وقار سره کولی شي چې د روان حالت څخه ووځي او دا یې د دوو بیلو دولتونو – اسرائیل او فلسطین- د حل لپاره وروستی فرصت وباله.
سره لدې چې میرمن کاګ د امنیت په شورا کې نور وضاحت ورنکړ خو تر غونډې وروسته یې خبریالانو ته وویل چې په غزې کې د اسرائیل – حماس تر منځ د شخړې اغیز، د غزې وضعیت، د یهودانو لپاره د میشت کیدو ځایونو پراخیدل او د اسرائیل خاورې سره د لویدیځې غاړې یو ځای کیدو ګواښونه هغه څه دي چې د دوو بیلو دولتونو حل لار لا پسې لیرې کوي.
هغې زیاته کړه چې د امنیت شورا ته ور یاده کړي چې یوازې بیانیې نه بلکې عمل په کار دی.
میرمن کاګ وویل، " د دوو بیلو دولتونو حل چې د جغرافیې پر اساس عملي حل دی زمونږ د سترګو وړاندې کمزوری کیږي. دا یوازې په خبرو نه حل کیږي بلکې فعال سیاسي تعامل او دیپلوماسۍ ته اړتیا لري".
د ملګرو ملتونو دې جګپوړې چارواکې همدارنګه په لویدیځه غاړه کې د اسرائیل نظامي عملیاتو پراخیدو په هکله اندیښنه څرګنده کړه. دا عملیات چې د تیرې جنوري میاشتې په ۲۱ مې پیل شوي، اسرائیلي چارواکو ویلي چې هدف یې پدې سیمې کې د کډوالو څو کمپونو څخه د "ترهګرو" ایستل دي.
میرمن کاګ وویل چې اسرائیلي ځواکونو پدې عملیاتو کې د هوایي بمباریو او درنو وسلو څخه کار اخیستی او په ځواب کې بیا فلسطیني وسله والو مخامخ ډزې کړي او چاودیدونکي مواد یې کارولي دي.
په غزې کې د اسرائیل – حماس تر منځ د اوربند په هکله میرمن کاګ ټینګار وکړ چې دا درې پړاویز اوربند او د برمته شویو کسانو خوشې کیدل باید عملي شي او په هر قیمت چې وي د جګړې بیرته پیل کیدو مخه ونیول شي.
تر دې وړاندې د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو د همدې تیرې یکشنبې فبروري ۲۳ خبرداری ورکړی و چې په غزې کې د حماس ډلې پر ضد د شدیدې جګړې بیرته پیل کولو لپاره دا هیواد چمتو دی.
دا خبرداری وروسته تر هغه ورکړل شو چې حماس په اسرائیل تور ولګاوه د بندیانو خوشې کیدو په ځنډولو سره یې د غزې په تړانګې کې اوربند د خطر سره مخ کړی.
په غزې کې د اسرائیل – حماس تر منځ د اوربند لومړی پړاو چې د متحده ایالاتو، مصر او قطر په منځګړتوب شوی ټاکل شوې چې موده یې د راتلونکې مارچ میاشتې په سر کې پای ته ورسیږي او تر اوسه حماس او اسرائیل د اوربند په دویم پړاو موافقې ته ندي رسیدلي.
د اسرائیل مشر چې په یوې نظامي غونډې کې یې وینا کوله یو ځل بیا یې هوډ څرګند کړ چې په غزې کې به د حماس پر ضد د جګړې اهداف د خبرو اترو یا "نورو لارو چارو" تر لاسه کوي.هغه زیاته کړه، " مونږ چمتو یو چې په هرې شیبې کې شدیده جګړه د سره پیل کړو".
د امنیت په شورا کې د متحده ایالاتو سرپرستې استازې ډروتي شیا وویل چې د جمهور رئیس ټرمپ حکومت په غزې کې د اوربند موافقې بشپړې عملي کیدو لپاره په فعاله توګه کار کوي او زیاته یې کړه چې لا هم د حماس سره ۶۳ تنه برمته دي.
د امریکا استازې زیاته کړه، " تر څو چې حماس د حکومت کولو لپاره یو ځواک ي، تر څو چې حماس د ادارې کولو لپاره یو ځواک وي او تر څو چې حماس د تشدد په کارونې د ګواښ ورکولو یو ځواک وي، سوله نا ممکنه کیږي. حماس باید له منځه ولاړ شي او محوه شي".
د اسرائیل استازي ډاني ډانان هم د متحده ایالاتو د استازې سره موافقه وکړله او زیاته یې کړه چې هیواد به یې د حماس پر ضد اقدام وکړي.
هغه وویل، "مونږ به حماس له منځه یوسو. کله چې زه دا وایم، په ما باور وکړئ. مونږ به خپل خلک کورونو ته ستانه کړو او د اسرائیل خوندیتوب، امنیت او راتلونکی به تامین کړو".
په عین حال کې بیا د فلسطین استازي ریاض منصور اندیښنه وښوده چې په غزې کې د اسرائیل – حماس تر منځ د اوربند لومړی پړاو په څو ورځو کې پای ته رسیږي او د دویم پړاو پیل کیدو پر سر موافقه نده شوې.
فورم \ دبحث خونه