د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت جمعه فبروري ۲۸ ( کب ۱۰) په اسرائیل باندې د نږدې ۳ میلیارد ډالرو په ارزښت د بمونو، تخریبي وسایلو او نورو وسلو پلور منظور کړی.
د دفاع وزارت یا پنټاګون په اعلامیې کې ویل شوي چې ددې وسلو د پلور په هکله د واشنګټن پر وخت د جمعې په ماسپښین کانګرس ته احوال ورکړل شوی.
پنټاګون دا هم ویلي چې کانګرس ته احوال د اضطراري شرایطو له مخې ورکړل شوی.
پنټاګون دا ندي ویلي چې ولې یې کانګرس ته د اضطراري شرایطو له مخې احوال ورکړی خو دا بهیر پدې معنی چې د استازو مجلس او سنا مجلس د بهرنیو اړیکو جګپوړي غړي لدې منع کوي چې د وسلو دا پلور ارزیابي کړي او وړاندې تر دې چې کانګرس ته په رسمي توګه احوال ورکړي، د نورو معلوماتو غوښتنه وکړي.
سره لدې چې پنټاګون ویلي اسرائیل ته د دې وسلو استولو چارې ښایي په ۲۰۲۶ کال کې پیل شي خو تر څنګ یې دا هم ویلي چې د دې وسلو یوه برخه ښایي د متحده ایالاتو د ذخیزې څخه ورکړل شي او پدې معنی چې ښایي په سمدستي توګه به اسرائیل ته واستول شي.
د وسلو یوه بله کڅوړه چې ۶۷۵ میلیونه ډالر ارزښت لري او پنځه زره هغه بمونه پکې شامل دي چې ۱۰۰۰ پونډه وزن لري د اړوندو تجهیزاتو سره چې د "احمق" بمونو په رهبرۍ کې ترې کار اخیستل کیږي، د اټکل له مخې به اسرائیل ته په ۲۰۲۸ کال کې واستول شي.
دا په روانې میاشت کې دویم ځل دی چې د متحده ایالاتو د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ حکومت د اطراري حالت په اعلانولو سره اسرائیل ته په سمدستي توګه د وسلو د لیږد اعلان کوي.
تر دې وړاندې د مخکني جمهور رئیس جو بایډن حکومت هم څو ځله له همدې بهیر کار واخیست تر څو هر څومره ژر چې امکان لري، اسرائیل ته د اړتیا وړ وسلې د کانګرس ارزیابۍ پرته واستوي.
سره لدې چې د بایډن حکومت امر کړی و چې د هغو سرغړاونو په هکله باید ورته راپور ورکړل شي چې اسرائیل او نور متحدینو ته د امریکا لخوا د ورکړل شویو وسلو څخه پکې کار اخیستل شوی وي، خو د ټرمپ حکومت د همدې تیرې دوشنبې په ورځ دا حکم لیرې کړ.
امریکا داسې مهال په اسرائیل باندې د دې وسلو پلور منظور کړی چې په غزې کې د حماس – اسرائیل تر منځ د اوربند د لومړي پړاو موده مخ په خلاصیدو ده.
د اسرائيل او حماس ترمنځ د نازک اوربند د لومړي پړاو له پیل راهیسې تر اوسه ۲۴ ژوندي اسرائیلي یرغمل او له ۱۱۰۰ څخه زیات فلسطیني بندیان خوشې شوي دي.
د حماس ډلې د ۲۰۲۳ عیسوي کال د اکتوبر په اوومه پر اسرائیل برید وکړ، چې د اسرائیلي چارواکو په وینا په دغه برید کې ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او ۲۵۰ نور یرغمل شول. چارواکي وايي، په لسګونو یرغمل اوس هم په غزه کې پاتې دي.
اسرائيل د حماس د برید په ځواب کې پر غزې باندې هوايي او ځمکني بریدونه پیل کړل چې غزې د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې د غچ اخیستنې په دغو بریدونو کې له ۴۷۰۰۰ څخه زیات کسان چې ډېر ملکي وګړي و وژل شوي او د دې ښار له ۷۰ سلنې څخه زیاتې ودانۍ ویجاړې شوي دي.
فورم \ دبحث خونه