په افغانستان کې طالب چارواکي وايي چې په دوو ولایتونو کې د ږلۍ او باران له کبله ۲۹ تنه مړه شوي دي.
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي چې په افغانستان کې د خوراکي توکو د مرستو د چمتو کولو لپاره د بودیجې د کمښت له امله په دغه هیواد کې د نورو اړمنو افغانانو پرتله ښځې د خوړو د سخت کمبود څخه کړیږي.
د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت تائید کړه چې دوه بریتانويان او یو امریکايي وګړی یې په افغانستان کې نیولي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې امریکا کې د افغانانو د بیا میشتیدنې د څار د دفتر د بندولو په اړه تر اوسه کومه پریکړه نه ده شوې.
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د پنجشنبې په ورځ نومبر ۲۱ (کب ۳) وویل چې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې داسې سیمې شته چې افراطي ډلو ته د فعالیت فرصت برابروي.
د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان په پاکستان د افغان کډوالو په ځانګړي ډول افغان خبریالانو سره د پاکستاني پولیسو په چلند ژوره اندیښنه څرګنده کړې او ویلي چې په اسلام اباد کې د پولیسو له خوا په نیول شویو افغانانو کې خبریالان هم شامل دي.
د متحدو ایالتونو سنا د پنجشنبې په ورځ فبرورۍ ۲۰ (کب دویمه) د دغه هېواد د قانون د تطبیق د تر ټولو لویې ادارې فدرال تحقیقاتي بیرو (اف بي ای) مشرۍ ته د ولسمشر ټرمپ نوماند کیش پټیل تائید کړ.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر( اوچا) د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې د بشري مرستو د رسولو په بهیر کې د طالبانو پر لاس وهنو اندیښنه ښودلې او ویلي دي چې یوازې د روان ۲۰۲۵ کا د جنورۍ په تیره میاشت کې دا لاس وهنې د بشري مرستو د ۵۶ پروژو د ځنډیدو سبب شوي دي.
د روسیې ولسمشر، ولادمیر پوتین، د چهارشنبې په ورځ، فبروري ۱۹( کب لومړۍ) وویل، چې د اوکراین سره د د درې کلنې جګړې د حل لپاره هېواد یې له امریکا سره د باور جوړولو ته اړتیا لري.
د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د سه شنبې په ورځ فبروري ۱۸ (سلواغه۳۰) په ریاض کې د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره ولیدل او د دواړو هېوادونو د اړیکو په ښه والي او اوکراین د جګړې د ختمولو په اړه یې توافق وکړ.
نړیوال بانک دوشنبه فبروري ۱۷ (سلواغې ۲۹) پخپل تازه راپور کې ویلي چې د دوامدارو ستونزو، ناڅرګندې پالیسۍ، مالي انزوا، د بهرنیو مرستو کمیدو او د پاکستان سره نازکو سوداګریزو اړیکو له کبله ، د افغانستان اقتصادي وضعیت په بې ثباته حالت کې دی.
د طالبانو د حکومت د کډوالو اوستنیدونکو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د پاکستان د بلوچستان ایالت د کویټې ښار ته څیرمه د کچلاک په سیمه کې د افغان کډوالو په کورونو باندې د پولیسو برید او له خپلو کورنو د ښځو او ماشومانو په ګډون د یږ شمیر کډوالو په زور ایستل غندلي دي.
نور پورته کول